د سولې په اړه د ۳ چارواکو د نظر درې ډوله اختلاف

تبصره

دوه کاله وشول چې حکومتي چارواکو د سولې په اړه هیڅ بحث نه دی کړی او نه د ولسي او مشرانو جرګو په غونډو کې د سولې نوم اخیستل شوی. په غونډو کې زیات بحثونه د وزیرانو، والیانو او امنیتي چارواکو د فساد په اړه کېږي. د موجوده حکومت له ماموره نیولې تر وزیره په ادارې فساد اخته دي او آن پوځي  چارواکي یې د پوځي تجهیزاتو په پلورلو نیول شوي دي.

خو له څومیاشتو راپدېخوا چې د کابل مرکز په شمول د وسله والو طالبانو لخوا په ولایاتو کې بریدونه زیات شول، او هم د هېواد په شمال او ختیځ کې د طالب وسله والو تر څنګ داعش ډلې د حکومت پر خلاف جګړو ته زور ورکړ، د حکومتي چارواکو اندېښنه زیاته شوه. له دوه کاله ځنډ وروسته یې یو ځل بیا  د سولې سوړ بهیر ته د تودولو لاسونه وغځول.

تېره ورځ د سولې په نامه د شورا د دارالانشا رئیس اکرم خپلواک (!!!) په ننگرهار کې د سولې د ټینگښت پر عملي لارو چارو له قومي مشرانو سره خبرې وکړې، ویې ويل، حکومت د سولې د خبرو اترو لپاره هېڅ ډول شرط نه لري او که  طالبان شرطونه لري له خپلو شرایطو سره دې را وړاندې شي چې د مذاکراتو په بهير کې ورباندې خبرې وشي. د ننګرهار پر قومي مشرانو یې دا غږ هم وکړ چې د حکومت او طالبانو تر منځ دې د خبرو د پیلولو د مرستې تر څنګ د سولې په اړه منځگړیتوب هم  وکړي.

د سولې شورا له کلونو وروسته وویل چې د طالبانو غرور نه ماتوو، د سولې په اړه دې ځای او جرګه مار وټاکي، هر ډول شرایط چې لري حکومت ورسره په افغاني اصل خبرو کولو ته تیار دی.

اشرف غني د سولې شورا سره د نظرپه اختلاف دوه اړخیزه تګلاره لري چې یوه برخه یې په پاکستان او بله یې په طالبانو پورې تړلې ده. کله پاکستان او طالبانوته د ګواښ په توګه په ترخه ژبه وینا کوي او کله  بیا وایي له طالبانو سره د افغانستان د حکومت سوله ده چې د بین الافغاني مذاکراتو له لارې کېږي او بین الافغاني مذاکراتو د مخه هم پایلې لرلې، طالبان باید له جګړې لاس واخلي، ځکه د هغوی جګړه ییز فعالیتونه ټولو تروریستي ډلو ته د فعالیت زمینه برابروي.

اشرف غنی دا وینا وروسته له هغې وکړه چې د امریکا په نوې ستراتیژۍ کې امریکایي هوایي ځواکونه د بمباریو په کولو سره خپلواکه شول او طالب وسله والو یې په مقابل کې په کابل مرکز او ولایاتو کې پر بهرنیو او افغان پوځونو بریدونه زیات کړل.

افغانستان ته د نورو امریکایي پوځونو په رالېږلو او هوايي ځواک ته د جنګي څرخکو سپارلو سره سره، اشرف غني له حالاتو ډاډ نه لري، په خواره خوله یې له ارګه په خپره شوې اعلامیه کې ویلي: د سیمې ټول هېوادونه باید له رامنځته شويو فرصتونو څخه د سیمې د سوکالۍ او د امنیت د ټینګښت لپاره موثره استفاده وکړي.

له اشرف غني وروسته درېم نظر د ډاکټرعبدالله دی چې د سولې شورا او اشرف غني دواړو سره مخالفت لري. ډاکټر عبدالله د ملګرو ملتونو له هغه پلاوي سره چې د تیرې یک شنبې په ورځ ورته اشرف غني د سولې په اړه خپل نظر وړاندې کړی و، ډاکټر عبدالله له همدې پلاوي وغوښتل چې د طالبانو د مشر مولوي هبت الله په تورلست کې شامل کړي او وسله وال طالبان دې د نړیوالو ترهګرو په توګه وپېژني.

له دوو کالو راپدېخوا، د افغانستان د سولې په اړه پیل شوې خبرې له ځنډه سره مخ دي. اوس چې د ملګرو ملتونو لخوا د سولې په اړه یو پلاوی کابل ته راغلی او د حکومت نظر یې واخیست، د حکومت درې چارواکو یو بل سره د نظرونو په اختلاف، که څه هم درې واړه د سولې واک او اختیار نه لري، د ملګرو ملتونو لخوا کابل ته رالېږل شوی پلاوی یې د سولې په اړه په څلورلارې کې ودراوه.

که اشرف غني دی او که ډاکټر عبدالله او که یې نور چارواکي دي، وروسته له دې به یې نظرونه نور هم سره مخالف شي. لا خو د داعش جګړه مار له جوزجان او ننګرهاره  نورو ولایاتو ته نه دي ورغلي، خو امکان لري د حکومت په چوپتیا له ننګرهاره کونړ، نورستان او لغمان ته ورسېږي.

که حکومتی چارواکو د ملګرو ملتونو پلاوي ته په بې واکۍ کې هم د نظر یووالی درلود، پلاوي ته به یو څه په لاس ورغلي وای، خو دا چې د سولې په اړه درې چارواکي د نظر درې ډوله اخلاف لري، هیڅ وخت له طالب مشرانو سره خبرو کولو ته نه شي حاضرېدای او پر افغان مظلوم ولس به له بهره تپل شوې جګړه دوام ولري.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button