بغلان: دولتي ځواکونو د برکې ولسوالۍ دخلکو کورونه او جامع جومات نړولي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لړم ۱۰ فرید افغان)

راپورونه وایي چې د بغلان ولایت د برکې ولسوالۍ په اړوند کلیو باندې حکومتي ځواکونو د درنو وسلو بریدونه کړي چې ولسي خلکو ته یې بې شمیره مالي خسارات اړولي دي.

سیمیزو سرچینو رسنیو ته ویلي چې دولتي ځواکونو د بریدونو په پایله کې دسیمې یو لوی جامع جومات، د خلکو ګڼ شمیر کورونه او دوکانونه ویجاړ شوي دي.
طالبانو ویلي دي چې بریدونو کې دوی ته زیان ندی رسیدلی او یواځې د ملکي خلکو کورونه د بشرضده جنایاتو په توګه په لوی لاس په نښه شوي دي.
حکومتي چارواکي بیا ځایي خلکو ته د تلفاتو په هکله له څه ویلو ډډه کوي خو زیاتوي چې ګڼ شمیر طالبانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
د بغلان امنيه قوماندان مل پاسوال اکرام الدين سريع تېره ورځ یوې خبري غونډې ته وويل، چې له دوو ورځو راهيسې په بُرکې ولسوالۍ کې ۱۴ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۷ تنه نور ټپيان دي.
نوموړي په نښتو کې امنيتي ځواکونو ته د اوښتو زيانونو په اړه څه نه دي ويلي.
دا لمړی ځل ندی چې حکومتي ځواکونه په لوی لاس ولسي هدفونه په نښه کوي او بیا ورته د طالب ضده عملیاتو نوم ورکوي، بلکې تر وړاندې یې هم په ځلونو ورته کړنې ترسره کړې دي.
یوکال وړاندې هم د بغلان په ډنډغوري کې ورته عملیات چې مشري یې جنرال مرادعلي مراد کوله ترسره شول .
چې شاوخوا ۱۰۰ تنو ولسي وګړو ته پکې مرګ ژوبله واوښته، لسګونه کورونه، جوماتونه په کنډوالو بدل شول، او آن تردې چې افغان ځواکونو په خلکو د څښاک اوبه هم بندې کړې چې ځینې رسنیو ورته د پښتون ضده جګړې نوم هم ورکړی و.

،

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button