ښځه دي خپل ښایست خاوند ته وساتي!

لیکنه : احمدجنید مبارز

د ښځي حُسن یا ښایست باید دومره ښکاره نسي چي نارینه د هغې په عشق کي اخته سي، مطلب د خپل ښایست په ښکاره کولو دي خلګ په فتنه کي نه اچوي.!

محترمي خوري!
که د کوره څخه وزې نو په پرده کي وزه، ښادۍ، ودو، ښوونیز مرکزو ته په ساده او عادي کالو کي ځه، باید ستا پر ښایست د چا نظر ونه مُښلي، ستا ښایست دي ستا د خاوند لپاره مبارک وي.!

سعدي شیرازي صاحب وایي :
که خټي ډیري وي نو فیل هم ښویږي.
الله تعالی (ولاتفعلوا الزنا) یعني زنا مه کوئ نه دي فرمایلي بلکي (وَلاَ تَقْرَبُوْا الزِّنَا) یعني زنا ته ور نژدې کېږی لامه، ځکه چي د انسان فطرت دی که د ښایست خاوندانو ته نژدې اوسېدې نو یوه ورځ به په بدفعلي یا غیراخلاقي فساد کي هم مبتلا سي.

اوس زمانه کي که څوک یوې نجلۍ ته په دفتر کي د ځان سره کار ورکړي نو به د هغې د مجازی عشق څخه محفوظه سي؟!
نه هیڅکله نه! حتماً به د دوی دواړو ترمنځ جنسي زورونه راځي، ښه شواهد یې د اوسني نظام ډیري دفتري یا اداري کاري ځایونه دي چي هلته د پردیو نارینه او ښځو ګډه وضیفه هم سرته رسول کیږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button