دمخابراتو وزارت کې د فساد نوې بیلګې موندل شوې:

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لړم ۱۱ فرید افغان)

وروسته تر هغه چې د مخابراتو وزارت د مخابراتي شبکو له کارونکو څخه په ۱۰% محصول کې په پراخې درغلي تورن شو، داځل پدې وزارت کې درشوت ورکولو او خپلوۍ په اساس د لسګونو زره افغانیو په تنخوا ځینې مشاورین ټاکل شوي دي .
رسنیو ته رسیدلي اسناد ښکاره کوي چې دې وزارت ۴ تنه مشاورین او ۵ تنه اداري کارمندان له آزاد رقابت پرته او له یوې واحدې سرچینې څخه په لوړو تنخواګانو ګمارل شوي دي.
د اسنادو ترمخه؛ د دې وزارت د سرپرست له خوا ۴ تنه مشاورین د ۱۵۰ څخه نیولې تر ۲۵۰ زرو افغانیو میاشتنۍ تنخوا باندې ټاکل شوي دي.

له بل لوري بیا څو تنولوړپوړو اداري کارمندانو ته هم له ۳۰ زرو څخه نیولې بیا تر ۷۰۰۰۰ افغانیو تنخوا په پام کې نیول شوې ده .
طلوع نیوز ته رسیدلي سندونه ښیي چې؛ د ټاکل شویو افرادو دندې راتلونکي کال ته هم تمدید شوې دي.
د مخابراتو وزارت ویاند نجیب ننګیال داخبره مني خو په وینا یې چې په دې چاره کې یې د مالیې وزارت هوکړه تر لاسه کړې ده.
د روڼتیا د څار بنست رییس اکرام افضلي په دې اړه وویل:«داسې ګمان کېږي چې وزارت ته نېږدې کسان دلته ګمارل شوي. نو ډېره اړتیا ده چې ټوله دغه پروسه په جدي وڅېړل شي، ترڅو هغه کسان چې ګمارل شوي وپېژندل شي چې ایا کاري وړتیا لري چې هلته ګمارل شوي دي او ولې دومره لوړه تنخوا ورته ټاکل شوې ده.؟»

دا لمړی ځل ندی چې د دولتي پوستونو د خرڅلاو او د واسطو او خپلوۍ پر اساس دهغوی د ورکړې خبرونه رسنیز کیږي، بلکه پخوا هم د حکومتي چارواکو په ځلونو ورته د فساد دوسیې رسنیو ته رسیدلې چې حکومت یې تر اوسه هم پر وړاندې کوم اقدام ندی کړی.
د شفافیت د څار بنسټ پدې وروستیو کې ویلي چې؛ د حکومت ۹۰ سلنه ګمارنې د واسطو رشوت او د زورواکو کړیو لخوا تر سره کیږي او په دولتي اداراتو کې کدرونو ته هیڅ اهمیت نه ورکول کیږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button