پروان: د تیلو ټانکر انفجار ۱۵ تنه وژلي او لسګونه نور ټپیان دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لړم ۱۱ فرید افغان)
تیر ماښام شاوخوا ۷:۲۰ بجې د پروان په چاریکارو کې د تیلو یوټانکر داسې مهال وچاودید کله چې له یو ۴۰۴ ډوله موټر له سیمې د تیریدو په حال کې و
د ټانکر د پراخو لمبو له امله ګڼه مرګ ژوبله رامنځته شوې ده.
د پروان د والي ویاند وحیدې شاکر وایي چې د دوی وروستي معلومات ښیي چې د وژل شویو کسانو شمېره ۱۵ تنو ته رسېدلې او ۲۷ نور ټپیان دي.
مخکې د ۸ تنو د وژل کیدو او ۲۴ د ټپي کیدو راپورونه ورکړل شوي و.
د پروان د مدني فعالانو د ډلې مشر مسرور لطیفي رسنیو ته ویلي چې سیمې دوو ټانکرونو اور اخیستی دی.
د نوموړي په خبره؛ د مرګ ژوبلې ارقام هغه مهال لوړ شول کله چې لمړی ټانکر وچاودید او ورپسې شاته بل ټانکر هم اور واخیست.
نوموړی زیاتوي؛ پر همدې مهال له سپرلیو بار یو ۴۰۴ ډوله موټر چې له شمال څخه کابل ته پر لاره و، د ټانکرو له څنګه د تیریدو په حالت کې و چې لمبې یې منځته ور داخلې شوې او له ټولې سپرلۍ څخه یې ایله ۳ تنو ځانونه وژغورل نور ټول د اور قرباني شول.
لا تر اوسه دقیقه معلومه نده چې ولې دا انفجار رامنځته شو، خو ځینې رسنۍ وایي چې چاودنه د تیلو ټانکر پسې د نښتي مقناطیسي ماین له امله وه



