د هلاکو د لور او يو عالم تر منځ په زړه پورې مناظره

ترجمه : عبد الله صدیقي

‏تاتاریانو چې کله بغداد اشغال کړ نو یوه ورځ د هلاکو لور د بغداد په کوڅو کې ګرځیده، ویی لیدله چې ډیر زیات خلک په یو کس را غونډ شوي دي.

دهلاکو لور د دې سړي په هکله پوښتنه وکړه چې دا څوک دی ؟
چا ورته وویل چې دا خو د اسلام یو عالم دی .
دهلاکو لور امر وکړ چې نوموړی ماته حاضر کړئ.
کله چې یې لښکریانو نوموړی دیني عالم د هلاکو لور ته حاضر کړ نو نوموړې ورنه پوښتنه وکړه چې؛ آیا تاسې په الله ایمان نلری ؟
عالم وویل ولې نه، مونږ ټول په الله تعالې ایمان لرو
د هلاکو لور بیا ورته وویل؛ آیا تاسې مسلمانان دا نه وایی چې الله تعالی دکوم کس چې وغواړي مدد او کومک یی کوي ؟

عالم جواب ورکړ : ولې نه !
دهلاکو لور بیا ترې وپوښتل، چې آیا مونږ الله په تاسو نه یو غالب کړي او مونږ سره یی مدد ندی کړی ؟
عالم جواب ورکړ : ولی نه! بلکل تاسو یې پر مونږ غالب کړي یاست.
د هلاکو لور زیاته کړه: آیا دا دا معنی نه ورکوي چې مونږ الله تعالې ته ستاسو په نسبت ډیر ګران یو ؟
عالم په زغرده جواب ورکړ : نه!  ( تاسی خدای تعالی ته زمونږ نه زیات ګران نه یاست )

دهلاکو لور وویل : ولي ؟
عالم وویل : آیا د پسونو، او وزو شپون پیژنې ؟
هغې ورته وویل : هو ، پیژنم یې!
عالم ورنه پوښتنه وکړه، چې کله د شپون نه څه ګډان د رمې نه جدا شي؛ سرکشي وکړي او د شپون له کنترول نه ووځي نو شپون ورسره څه کوي ؟
دهلاکو لور ورته وویل: شپون خپل سپې ورپسې استوي ترڅو دا سرکشه پسونه بیرته را کنترول او راولي.
عالم بیا ترې وپوښتل: نو دا سپی به تر کومه د سرکشه رمو پسې زغلي ؟
دهلاکو لور ځواب ورکړ: تر هغه وخته پورې چې سرکشه پسونه بیرته راولي.
عالم د هوکړې په توګه په مسکا سر وخوځاو، او زیاته یې کړه ؛ تاسې ای تاتاریانو د زمکې پر مخ د الله تعالې سپي یاست!
او ترڅو چې مونږ د الله تعالې دقانون او د هغه له عبادت نه سرکشه وو نو تاسې به هم مونږ پسې وئ تر هغو چې د الله تعالې ریښتینې بندګي او اطاعت ته په ریښتونې معنا تسلیم نشو.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button