هر افغان او د ولسې جرګې وکیلانو ته د وجدان پیغور

لیکوال: شریف الله خالد
۱۷ کاله وشول چې په لسګونه زره امریکائي فوځیان د هر نوعه وړو غټو وسلو سره افغانستان ته ځي او راځي په دا ۱۷ کالو کې امریکا او نه هم زمونږ دولت د امریکایانو دقیقه شمېره په رسمي ډول نه ده اعلان کړې، غربي رسنۍ اعلان وکړي چې دومره لاړل او دومره راغلل چې د ټرمپ په ستراتیژۍ کې یو وار بیا د نورو عسکرو د راتلو اوازه ګرمه شوه، امریکایان زمونږ د ولسي جرګې وکیلانو ته د امریکا وېزه نه ورکوي خو مونږ یې دلته په وسلو سمبال بې شمېره عسکر د ۹ اډو دائمي واکدارن ګڼو.
دا لسګونه زره عسکر او لوړ پوړي امریکائي چارواکي چې هر وخت وغواړي افغانستان ته راځي ویزه او پاسپورټ خو ډیره لري خبره ده ، زمونږ دولتي ادارو ته حد اقل یو رسمي خبر هم نه ورکول کېږي، د دفاع وزیر د باګرام یوه غار ته راغی په یوه تلیفون یې زمونږ ولسمشر وروغوښت چې پایله کې یې د فوټو شاپ کارنامه ټولې دنیا ولېدله.
دلته مېشت امریکائي عسکر چې هر چېرته وغواړي واوسېږي ؛ او هر چېرته وغواړي ملکي او دولتي افغانان ووژني د ولسمشره تر عام افغانه او د قضائي محکمو په شمول هیڅ وزارت نه شي کولی ، له هغوی څخه د ملکي یا دولتي افغانانو د وژنې باز پرس وکړي.
ځینی افغانان چې د دوی ګټو ته د اسلام او افغانیت نه ور تېر شول مال او جان یې د دوی ګتو ته قربان که د ځمکې او هوا واک یې د امریکایانو په لاس کې ورکړ خو بیا هم نن کابل کې د امریکا سفارت اعلان وکړ چې د ولسي جرګې وکیلانو ته یې د امریکا په ویزو بندیز لګولی نور هیڅ وکیل امریکا ته نه شي تللی.
افغانه ! امریکایانو ته ستا د دومره قربانیو همدا نتیجه شوه چې نن ستا په رایه کامیاب ستا وکیل هم خپل هیواد ته نه پرېږدي ؟
افغانه! ستا وجدان به وس هم د غفلت له خوبه راویښ نه شي چې بشر دوست او بشر دښمن وپیژني ؟
افغانه! چې ستا وکیل او مشر خپل هیواد ته نه پرېږدي ته خو د ورتلو خوب هم مه وینه ؛ نو هر کله چې همدا ستا وطن شو نو چې ته د دوی ګټو ته قربان شې له دې غوره نه ده چې هغوی خپلو اسلامي او افغاني ګټو ته قربان کړې؟



