روسيې د ترکيې د مرستو موټران بمبار کړي دي

کابل ټکی کام قدرت الله حسین

د روسيې جنګي الوتکو د ترکيې پولې ته نږدې د سوريې په خاوره کې د ترکيې په مرستو بار ۲۰ موټران بمبار کړي دي.

د ترکيې اناضول خبري اژانس ليکلي دي، چې د روسي الوتکو په دې بمبار کې لږ تر لږه ۷ تنه وژل شوي دي او ۱۰ نور ټپيان دي.

اناضول خبري اژانس ليکلي دي، چې دغه موټران له هغو خوراکي توکو ډک و، چې د سوريې بې ځايه شويو ته وړل کېدل، چې تر بمبار لاندې ونيول شول.

د روسيې او ترکيې حکومتونو په رسمي توګه تر دې دمه د پېښې په اړه څه نه دي ويلي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button