شعر : نقيب الله ” احمدي ”
په دنيا کې لوی جنت دې رانه واخيست
دنګ منار دشرافت دې رانه واخيست
اندلس اندلس کله هېروای شم
قرطبه غوندې نعمت دې رانه واخيست
غرناطه کې دصليب بندګان ګرځي
الزهراء وايي زينت دې رانه واخيست
سرحدي شاهين الوتی دې عقبی ته
ستر انسان دشهامت دې رانه واخيست
الحمرا کې دموسی چيغې ګونګۍ شوې
چې مشهور و په غيرت دې رانه واخيست
زلقه بيا ديوسف په انتظار دی
مرابطينو ستر قوت دې رانه واخيست
طليطله کې اوس دپاپ کليسا جوړې
ها منبر او امامت دې رانه واخيست
احمدي بيا دبدلون په انتظار دی
هغه شان هغه شوکت دې رانه واخيست

