د ترکیې او روسیې د مشرانو ناسته لغوه شوه

کابل ټکی کام فرید احمد

د ترکیې او روسیې د جمهور رئیسانو لیدنه وروسته له هغه لغوه شوه چې ترکي فوځیانو د روسیې الوتکه وویشتله.

د روسیې جمهوري ریاست اعلان کړی دی چې د ترکیې او روسیې د مشرانو هغه غونډه چې د راتلونکې میاشتې په نیمۍ کې اټکل شوې وه، د طیارې د ویشتل کیدو له امله لغوه اعلان شوه.

د کامر سانت ورځپاڼې د خبر له مخې چې د کرملین له ماڼی څخه یې ترلاسه کړی دی، دغه ناسته په پيترز بورګ کې په ۱۵ د ډيسمبر باندې په نظر کې نیول شوې وه او پدې دلیل لغوه اعلان شوه چې د ترکیې فوځ د روسانو فایټر جیټ نسکوره کړله.

دغه چارواکې ورځپاڼې ته د نوم نه ښودلو په صورت کې ویلي دي چې شاید د روسیې او ترکیې ترمنځ د نورو ممکنه برنامو هم همدا حال شي.

دا په داسې حال کې ده چې بلاخره ترکیې د روسانو جنګي طیاره چې دعوه کوي ددوی حریم ته داخله شوې وه په اف ۱۶ جنګي جیټ باندې نسکوره کړله.

سرګي لاروف د سه شنبې په ورځ وروسته له هغه چې ترکیې د روسانو په خلاف نظامي اقدام وکړ، هغه ناسته هم لغوه اعلان کړه چې په استانبول کې به تېره ورځ کیدونکې وه.

پوتین هم وروسته لدې چې جنګي الوتکه یې د ترکیې لخوا په نښه شوه وویل چې د ترکیه د ترورستانو ملګری هیواد دی چې دده په خبره دوی یې د شا لخوا پداسې حال کې په خنجر ووهلي چې له نړیوال تروریزم سره په مبارزه کې دي، او د دواړو ملکونو په روابطو به بد تاثیر ولري.

نن په همدې کړکیچنو حالاتو کې د روسیې الوتکو د ترکیې ۲۰ بار وړونکي ټرکونه چې د سوريې او ترکیې په سرحد باندې وو بمبار کړل چې په نتیجه کې یې ۷ کسه ووژل شول او ۱۰ تنه نور زخمیان شول.

کیدای شي طیب اردوغان د روسیې دې کار ته په فوځي کاروایی سره ځواب ووایې چې د دواړو ملکونو ترمنځ د یوه ستر جنګ احتمال پیدا کوي.

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button