تبصره: نږدې ده چې پوځ له حکومته مخ واړوي

تبصره 

په ٢٠١٥ ميلادي کال کې چې پر کندز طالب وسله والو بريدونه زيات کړل او ښار یې يوه اونۍ کې محاصره کړ، ولايتي چارواکو به یې ويل، ډېر ژر به د ښار محاصره ماته کړي. خو چې اونۍ پای ته رسېده – طالبانو د کندز ښار نيولی و. له دغه ښاره نږدې ٧٠ زره ساتونکي راتاو وو چې په آخر کې یې تر نيمايي زياتو خپلې پښې له پوستو سپکې کړې او پاتو یې خپلې وسلې مجاهدينو ته تسليم کړې. له همغه ورځې د کندز او نورو ولاياتو چارواکو په خپل پوځ  باور له لاسه ورکړی دى.

له څو مياشتې راپدېخوا چې په پوستو او پوځي مرکزونو کې پوليس په خپلو ملګرو بريدونه  کوي وژنې یې، په اصل کې د پوليسو د بريدنو دوه لاملونه دي، يو دا چې حکومت هغه توجه خپلو پوليسو ته نه کوي کومه چې ورته د جګړې پر مهال يا د کومې ولسوالۍ د ساتنې پر مهال لازمي ده، دویم دا چې په حکومت کې پوليس او د پوليسو صاحب منصبان اوس په دې پوه شوي دي چې تر څو به د نورو د اهدافو لپاره موږ قرباني کېږو. اوس یې له ليکو د کورونو مخه نيولې ده. هغه چې په پولیسو يا پوځ کې پاتې دي، هغه هم نور له پوځي ليکو وتل غواړي.

په افغانستان کې د نورو څارونکو بنسټونو په څېر د سيګار سروې وښووله چې په په خپلو ملګرو او د ناټو پر پوځونو په تېرو اتو مياشتو کې  ٥٤ بريدونه کړي دي چې که وخت دوام وکړي، او په پوليسو او پوځي ليکو کې د نظاميانو تر منځ موجوده اختلاف دوام وکړي، تر دې به بريدونه نور هم زيات شي.

د افغانستان د بیارغونې په چارو کې د امریکا ځانګړی مفتش، سیګار وايي چې د روان ميلادي کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې د اګست تر ۱۵ نېټې پورې، په داخلي بریدونو کې ۹۷ افغان او درې امریکايي پوځيان وژل شوي دي.

 دا هغه شمېره ده چې يوازې سيګار خپره کړې ده او په لیرو پرتو سيمو کې یې پوره او کره شمېره نه ده ترلاسه کړې. هغه پوليس چې خپلو ملګرو وژلي دي، حکومتي چارواکو یې پړه پر وسله والو طالبانو وراچولې، ځکه سيګار د پوليسو په لاس د نورو پوليسو ملګرو د وژنې شمېره کره نه ده ښوولې.

تېر کال هم افغان پوځونو ته د خپلو ملګرو لخوا مرګ ژوبله اوړېدلې وه، خو اوس یې سيګار اندېښنه پر دې ښوولې ده چې ورځ په ورځ د پوليسو لخوا د پوليسو په مرګ ژوبله کې زياتوالی راځي، کېدای شي دا مرګ ژوبله نوره هم زياته شي.

په اصل کې، پوليس چې خپل پوليس ملګري وژني، د دې انګېزه دا ده چې پوليس ته په هغه سترګه نه کتل کېږي کوم چې بايد ورته وکتل شي، يوازې ولايتي چارواکي په پوليسو خپل ژوند ساتي او د خپلو ګټو لپاره یې پوستو ته پوليس لېږلي دي. که په ولاياتو او ولسواليو کې د ولايتي چارواکو شخصي ګټې موجودې نه وې، هيڅ وخت به ولاياتو او ولسواليو ته د دندې لپاره ولاړ نه شي.

بله داچې تر څو به په هېواد کې جګړې روانې وي؟ پوليسو هم نور حقيقت موندلی دى چې د جګړې دوام غير د ولس له تباهيو نور څه نه لري. تر څو به د نورو د ژوند د ښه کولو لپاره خپل ژوند قرباني کوي؟ هر چا ته خپل ژوند ارزښت لري. ځکه خو هغه ملګري پوليس وژني چې هغوی د ولس په مرګ خپل ژوند ته بقا ورکوي.

حکومتي چارواکو په دې اعتراف کړی دی چې اوس په هېواد کې داسې حالت دی چې نظامي قوتونه ډېر مسلکي نظامیان نه دي چې د اوامرو اطاعت او خپل مسول ته احترام وکړي، نه پکې مسلکې کسان  شته او نه د مسلک له مخې پوليسو او پوليس مشرانو ته دندې ورکړل شوې دي.

 په کوم هېواد کې چې حکومت، او په ځانګړې توګه پوليس، په خپلو کې همغږي ونلري، په هغه هېواد کې به پوليس پوليس وژني. هغه وخت هم رانږدې شوی دى چې پوليس به خپل صاحب منصبان هم ووژني او په بشپړه توګه به له حکومته مخ  واړوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button