د عراق صدراعظم حیدر العبادي د سرحدي سیمې حصیبة پر ستره دروازه عراقي بیرغ ورپاوه

د عراق صدراعظم حیدر العبادي د الأنبار ولایت له قضاء القائم سیمې نه لیدنه وکړه، او د دغې سرحدي سیمي د حصیبة پر دروازه یې وروسته له هغې عراقي بیرغ پورته کړ چې د اسلامي دولت تنظیم له منګولو یې وویست او ویې ویل چې بریاوې په عراقي ارادو او لاسونو ترلاسه شوې خو ځینې نور هڅه کوي څو دغه بریاوې خپلو ځانونو ته منسوب کړي.
عبادي په خپلو هغو څرګندونو کې چې د القائم ښار نه یې د لیدنې پر مهال وکړې وویل چې: مونږ به هیڅکله د هغو قومي تعصبانو ډلو ټپلو ږغونو ته اعتناء ونکړو چې غواړي زمونږ د یوه هیواد هغه بچي وویشي چې په خپل یووالي سره یې وکولای شول د ترهګرۍ له عذابه هیواد وژغوري.
عراقي صدراعظم د یاد ښار د خلکو ستاینه وکړه چې نږدې درې کاله یې له صبر او استقامت نه کار واخیست او په خپلې ثابت قدمۍ یې وکولای شول څو د اسلامي دولت تنظیم په لاسونو د خپل دغه ښار د سقوط هڅه له ناکامۍ سره مخ کړي.
د حیدرالعبادي خپرنیز دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي دی چې عبادي قضاء القائم ښار ته رسیدلی او عراقي بیرغ یې د سرحدي سیمې حصیبة پر ستره دروازه پورته کړی او د قضاء ښار کې دننه یې نظامي دوره هم ترسره کړې ده.
د یادونې وړ ده چې عراقي ځواکونو د الأنبار ولایت په لویدیځه دښته کې د قضاء القائم مرکز د تیرې جمعې په ورځ بیرته له هغې ونیو چې د بیرته نیونې لپاره یې د روان کال د اکتوبر په 26مه جګړه پیل کړې وه.
د ولسي پاڅون یوه قومندان د الأناضول خبري اژانس ته وویل چې د ولسي پاڅون ټولګیو د خپل لاپرمختګ په موخه یو پلان تیار کړی چې وکولای شي د سوریې سره پرتې پولې د ائتلافي ځواکونو په ملاتړ کنټرول او اداره کړي، او زیاته یې کړه چې پلان د اسلامي دولت تنظیم د عناصرو د بیا خپریدا د مخنیوي تضمین او ژمنه هم له ځانه سره په پلان کې لري.
د الجزیرة نه په مننې
عزیر اسدخیل



