کابل: په شمشاد تلويزيون وسله وال بريد شوی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶لړم ۱۶): څو شيبې وړاندې د کابل په ښار کې د شمشاد تلويزيون د ودانۍ تر څنګ چاودنه وشوه او وروسته د تلويزيون ودانۍ ته وسله وال داخل شوي، چې اوس هم نښته روانه ده.

د شمشاد د سياسي خپرونو مسوول ميريويس ستانکزي رسنيو ته ويلي، چې د تلویزيون يو شمير کارکوونکي له خوندي لارو وتلي او ځينې نور بيا په ودانۍ کې بند پاتې دي.

په کابل کې د جنايي څېړنو د ریاست چارواکو د شمشاد تلویزيون پر ودانۍ د وسله والو بريد تاییدوی او وايي، چې دمګړۍ د تلویزیون ساتونکي له وسله والو سره په جګړه بوخت دي.

ځينو سرچينو د بريد کوونکو شمير درې تنه ښودلی دی.

ويل کېږي، په دغه پېښه کې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې خو د دقيقو شميرو په اړه يې معلومات نشته.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button