(کابل ټکی کام ۱۳۹۶لړم ۱۷): يو شمير دولتي سرچينو رسنيو ته ويیلي، چې ښايي په نږدې راتلونکې کې د بلخ والي عطامحمدنور استعفا ورکړي او يا د ولسمشر له لوري له دندې ګوښه شي.
د سرچينې په وينا، ډېر ژر به د نوموړي په اړه پرېکړه وشي او زیاتوي چې د ښاغلي نور د ځای ناستي په اړه له اجرايیه رییس سره خبرې شوي.
دغې سرچينې پرته له نوم ښودلو ويلي، چې د اجرايیه رياست له لوري يو پلاوی د بلخ ولايت ته ورغلی، څو په هغه ولايت کې د رامنځته کېدونکو بدلونونو په اړه له عطانور سره خبرې وکړي.
تر اوسه د بلخ والي عطانور د هغه په اړه په وروستيو بحثونو تبصره نه ده کړې.
خو د جمعيت اسلامي ګوند وياند عبدالشکور واقف وايي، چې د دغه ګوند يو پلاوی بلخ ته رسېدلی او هلته يې له نوموړي په دې موخه کتلي، چې نور په راتلونکي کې څه ډول رول لوبولی شي او بايد څه ډول پريکړې وکړای شي.


















