(کابل ټکی کام ۱۳۹۶لړم ۱۷): تېره يکشنبه د سعودي عربستان حکومت په يوه فرمان سره د دغه هېواد یوولس شهزاد ګان، د کابينې ځینې پخواني او اوسني وزیران له دندو ګوښه او ونيول شول.
دغه کسان د ولیعهد محمد بن سلمان په مشرۍ د نوې جوړې شوې ادارې په امر د فساد په تور نيول شوي دي.
د سعودي رسمي خبري اژانس د راپور له مخې، د دغه هېواد لويې څارنوالۍ يو نوی فرمان صادر کړی چې له مخې يې د ټولو نيول شويو شهزادګانو، پخوانيو او اوسنيو لوړپوړيو چارواکو چې د فساد په تور نيول شوي بانکي حسابونه کنګل کړي دي.
راپور زياتوي، د سعودي عربستان لويې څارنوالۍ په دې اړه ټولو ادارو ته مکتبونه استولي، چې پکې ويل شوي د ټولو نيول شويو کسانو بانکي حسابونه کنګل شوي دي.
دغه راز په سعودي کې په ټولو پانګوالو غږ شوی چې د يادې پرېکړې څخه اغيزمن نه شي او خپلو فعاليتونو ته د پخوا په څېر دوام ورکړي، د هېواد داخل او بهر ته د پيسو لېږل په عادي توګه ترسره کړي.
تر اوسه د نيول شويو کسانو د ساتلو ځای په رسمي ډول نه دی معلوم، خو ځينو سرچينو ويلي چې دغه کسان د “رېټزکارلټن” په نوم په يوه هوټل کې ساتل کېږي.


















