چهارشنبه, اپریل 29, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home اسلام پوهنه

اسلام او کفر (دوهمه برخه)

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
نوومبر 8, 2017
کټګوریانې: اسلام پوهنه
0
17
ځلې شریک شوی
207
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولئ

د برات د شپې غوښتنې!

چې خلک ونه وایي محمد (ﷺ) خپل ملګري وژني

د خان او غریب په اړه نبوي کیسه

 
دکتور کفایت الله وردګ
 
یادګېرنه : پدې لیکنه کې په هغه خبرو ، عقیده او عملونو باندې له خپل لوستونکي سره بحث کوم چې په کولو یې انسان کافر کيږي پدې هېله چې که چاته معلوم وي د هغه لپاره به تکرار شي ، له چا څخه چې هېر وي ور په یاد به شي او چاته چې نه وي معلوم د هغه لپاره به نوي معلومات شي او ځان به ورڅخه وساتو  په تېره برخه کې مو د ایمان او کفر په اړه او د کفر د څه قسمونو په اړه خبرې کړې وې د هغې په تعقیب .
 
کافر بیا په دوه قسمه دی   ۱. اصلي کافر   ۲.  مرتد کافر
۱.   اصلي کافر هغه کافر وي چې کافر پیدا شوی وي او له سر نه  د اسلام په نعمت مشرف شوی نه وي  لکه هغه خلک چې له بده مرغه د کافر مور او پلار څخه د کفر په ملک کې کافر پیدا کیږي .
۲.   مرتد هغه کم بخت او بد بخت کافر وي چې په مسلمانه کورنۍ کې پیدا شوی وي خو بیا وروسته شیطان ورباندې فتح حاصله کړې وي څه دنیاوي فایدې یې ورته مخې ته کړې وي او کافر کړی یې وي .
او مرتد هم په دوه ډوله دی :   ۱.  مرتد عن الفطرة       ۲. مرتد عن الملة
۱.  مرتد عن الفطرة :  هغه مرتد چې په اصل کې کافر وي بیا په ایمان مشرف شوي وي  خو بېرته یې اسلام پریښی وي او کافر شوی وي .
۲.    مرتد عن الملة   :  هغه مرتد دی چې په مسلمانه کورنۍ کې پیدا شوی وی مسلمان وي او مرتد شي .
د چا په اړه د کفر په فیصله کې احتیاط
لکه چې ایمان یو شرعی لفظ دی او هغه چاته مؤمن ویل کېدلی شی چې د قرآن کریم او احادیثو له مخې ورته دا مبارک نوم ورکول کیږي همداسې د کافر لفظ هم یو داسې لفظ دی چې هېڅوک نشي کولی له خپله اړخه چاته د کافر لقب ورکړي ترڅو چې هغه داسې څه نه وي کړي چې هغه ته قرآن کریم او احادیثو کافر ویلي  نه وي  ددې امله زمونږ شریعت په سخته سره مونږ لدې نه منع کوي چې چاته د کفر کلمه په اساني سره استعمال کړو  البته مونږ دا  ویلی شو چې پدې کار او پدې کار باندې څوک کافر کیږي  د مثال په ډول که څوک پداسې حال کې لویه ګناه وکوي چې ځان ته یې روا ګڼي نو دا کس کافر دی  خو مونږ چې کله په یوه معین کس باندې د کفر فتوا لګوو باید تر حد زیات احتیاط وکوو ، چاته په کافر ویلو کې باید ددې په اړه فکر وکوو چې دا زه هغه ته ډېر لوی لفظ استعمالوم ،  یو داسې لفظ چې الله تعالی به یې په قیامت کې له ما څخه پوښتنه کوي چې په کومه وجه تا هغه کس ته کافر ویلي وو؟؟
امام شوکاني رحمه الله فرمایی :  په یو چا باندې دا فیصله چې دا کس له اسلام څخه وتلی او په کفر کې داخل شوی دی  د یو مسلمان لپاره تر هغه وخته پورې نه ښائیږي ترڅو ورسره داسې ښکاره دلیل نه وي لکه د ورځې روښانه لمر ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی دي څوک چې مسلمان ته د کافر لفظ ووايي نو که هغه مخاطب کس کافر نه وي دا ویونکی کافر کیږي . السیل الجرار للشوکاني رحمه الله
ټول علماء کرام پدې نظر دي چې مونږ په عمومي ډول ویلی شو څوک چې  کوم حرام عمل ځان ته حلال و ګڼي هغه کافر کیږی خو دا چې مونږ یو معین کس یادوو چې دا کس کافر دی د هغه لپاره به قوي دلیل موجود وي چې له هغه دلیل نه دده کفر ښکاره شي .
امام ابی العز ا لحنفی رحمه الله فرمایی : که له مونږ نه څوک پوښتنه وکوي چې آیا تاسې ددې (معلوم  او معین) شخص په اړه دا ګواهي ورکوئ چې دا کس کافر شوی دی ؟  نو مونږ په اسانه ددې کس د کفر په اړه ګواهي نه ورکوو ځکه دا د هغه په اړه فیصله کول دي چې دا کس به الله جل جلاله  همېشه په اور کې ساتي (ځکه همدا د کافر حکم دی) نو دا فیصله مونږ وروسته له هغه کوو چې د دې کس کفر مونږ ته له هر اړخه لکه د لمر داسې ښکاره شي  او هېڅ شک پکې نه وي .
نو خلاصه دا چې مونږ  معین کس ته په اسانه کافر نه وایو  او هغه چاته مونږ هم کافر وایو چې قرآن کریم او د رسول الله صلی الله علیه وسلم  احادیث هغه ته کافر وايي  او د قرآن کریم او احادیثو له مخې یو مؤمن هغه وخت له ایمان څخه وزي چې داسې کار وکوي چې د ایمان ضد وي  ؟
کوم کارونه د ایمان ضد دي؟
پدې لیکنه کې مو پام ورته را ګرځوم  او زما غرض دا دی چې مونږ پدې پوه شو چې په کوم شي باندې انسان کافر کیږي ترڅو ورڅخه ځان وساتو ، او دلته خپل لوستونکی ته ښکاره کوم چې زما علم لدې نه ډېر کم دی چې د چا په کفر او اسلام باندې فتوا ورکړم  او یا د چا د کافر کېدو فیصله وکوم  زه دا فیصله نه کوم بلکه د علماوو خبرې را اخلم لتاسې سره یې شریکوم .
نو هغه شیان چې مؤمن ورسره کافر کیږي په دری  ډوله دي :
الف: د ایمان قولي ماتوونکي شیان  (هغه خبرې چې انسان یې په کولو کافر کیږي)
ځینې داسې خبرې دي چې په کولو یې ایمان ختمیږي او الله جل جلاله  مه کړه چې مؤمن هغه خبره وکوي ورباندې کافر کیږي د مثال په ډول :
د شرک خبرې
په خپلو خبرو کې د شرک خبره کول ، داسې خبره کول چې له هغې نه ښکاره کیږي چې دی د الله جل جلاله  په وحدانیت باندې ایمان نه لري ، څوک له الله جل جلاله  سره په عبادت کې شریکول   او داسې نور څومره چې د شرک شعبی او برخې دي ټول کفر دی .
د الله تعالی له وجود نه انکار
په خپلو خبرو کې د الله جل جلاله  له وجود څخه انکار کول  لکه مخکې چې تېر شول چې دې ډول کفر ته الحاد ویل کیږی .
د الله نه سوا بل خالق او رازق منل
په خپلو خبرو کې ددې عالم لپاره بل خالق رازق او متصرف منل هم د کفر سبب کیږي .
د عالم قدیم والی منل
دا خبره کول چې دا عالم قدیم دی او دا الله جل جلاله  پیدا کړی نه دی لکه دا مذهب د ډېرو ګمراه ډلو دی نو که پدې خبره څوک عقیده کوي او دا خبره کوي دا هم کفر دی .
په اسلامي شعائرو پورې ټوکې کول
په خپلو خبرو کې په اسلام ، ایمان ، الله جل جلاله  ، قرآن کریم ، رسول الله صلی الله علیه وسلم   او نورو دیني شعائرو پورې په ټوقو کولو سره هم ایمان له مینځه ځي  او الله جل جلاله د مونږ وساتي انسان ورسره کافر کیږي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په وخت کې چې منافقینو پدې اړه خبرې کړې وې  نو د هغوی په اړه آیتونه نازل شول چې پدې ټوقو سره تاسې کافران شوي یاست .
نکته
نو ټول هغه کسان د خبر وي چې په خپلو خبرو کې دین ، اسلام ، پیغمبر ، قرآن ، الله جل جلاله  ته ښکنځل کوي  اګر که په ټوکو کې هم وي ، او داسې خبرې کوي چې د اسلامي شعائرو په مقابل کې سپکاوي وي ، اګر که هغه خبره ده ته وړه خبره ښکاره کیږي لکن د الله جل جلاله  په وړاندې ډېره لویه خبره ده  هغه کسان د هم متوجه وي چې کله یو عالم ، ملا ، طالب ته غصه شي  نو ټولو علماوو ته ښکنځل کوي  د هغوی لپاره هم د خطر خبره ده هغوی ته مې مشوره داده که چېرته تاسې له یو کس سره عداوت لری نو له هغه معین کس سره خپله معامله محدوده وساتئ او که تاسې جنس عالم ، علم او اسلام ته ښکنځل کوئ نو پدې سره هېچا ته هېڅ ډول ضرر نشی رسولی تاوان او نقصان مو خپل ځان ته دی هسې نه چې لدې خبرو سره له ایمان څخه خلاص شئ … نور بیا ان شاء الله
 
زما د بحث مراجع :
قرآن کریم
تفسیر الطبری
تفسیر بیضاوي
صحیح البخاری
نواقض الاسلام
المغني
الابانة
الشفاء
نیل الاوطار
السیل الجرار للشوکاني رحمه الله
مخکینې مطلب

سعودي د نيول شويو شهزادګانو او وزيرانو بانکي حسابونه کنګل کړل

بل مطلب

امريکا او ناټو د بايللې جګړې جنګي ماموريت بيا پیلوي

ځانګړي مطالب

اسلام پوهنه

د برات د شپې غوښتنې!

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 2, 2026
اسلام پوهنه

چې خلک ونه وایي محمد (ﷺ) خپل ملګري وژني

نشرونکی: ح جلال
جون 7, 2025
اسلام پوهنه

د خان او غریب په اړه نبوي کیسه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 4, 2025
اسلام پوهنه

د اعتکاف فرصت له لاسه مه ورکوه!

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 27, 2024
اسلام پوهنه

روژه د څه لپاره؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 11, 2024

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

له ۶۰ ورځني ځنډ وروسته د ایران-روسیې او ایران-چین ترمنځ الوتنې بېرته پیل شوې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 29, 2026
0

عبدالملک حوثي: د ایران پر وړاندې د امریکا ماتې یقیني ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 29, 2026
0

مزارشریف کې د ۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت د سړک د کانکریټ کولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 29, 2026
0

اقتصادي معاونیت: د واخان دهلېز سړک چارې ۷۴ سلنه بشپړې شوې او د روان کال تر پایه به بشپړې شي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 29, 2026
0

د ریاست‌الوزراء د دفتر عمومي رئیس او د برتانیې ځانګړي استازي پر امنیتي وضعیت او دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 29, 2026
0

اسرائيلي پوځ: په لوېدیځه غاړه او جنوبي لبنان کې درې اسرائيلي عسکر ټپیان شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 29, 2026
0

ایران امریکا ته خبرداری ورکړ که تېروتنه تکرار کړي نو نوې پوځي وړتیاوې به وکاروو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 29, 2026
0

ټرمپ له ایران سره د اوږدمهاله محاصرې لپاره د چمتووالي لارښوونه کړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 29, 2026
0

د ازبکستان ولسمشر له افغانستان سره د اقتصادي او ورورګلو اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 29, 2026
0

متحده عربي امارات له اوپېک يا تېلو صادرونکو هېوادونو له غړیتوبه ووت

نشرونکی: ح جلال
اپریل 29, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • نیویارک ټایمز: ټرمپ د ایران له وروستي وړاندیز ناخوښ دی

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د ثور اتمه؛ لږ به تم شو!

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • امریکا: له ایران سره د توافق لوی خنډ د مذهبي مشرانو رول دی

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ملا امير خان متقي او کابلوف د افغانستان او روسیې پر سیاسي او اقتصادي همکاریو خبرې کړي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • کورنيو چارو وزير په کابل کې د ایران له سفیر سره پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې کړي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

له ۶۰ ورځني ځنډ وروسته د ایران-روسیې او ایران-چین ترمنځ الوتنې بېرته پیل شوې

عبدالملک حوثي: د ایران پر وړاندې د امریکا ماتې یقیني ده

مزارشریف کې د ۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت د سړک د کانکریټ کولو چارې پیل شوې

اقتصادي معاونیت: د واخان دهلېز سړک چارې ۷۴ سلنه بشپړې شوې او د روان کال تر پایه به بشپړې شي

د ریاست‌الوزراء د دفتر عمومي رئیس او د برتانیې ځانګړي استازي پر امنیتي وضعیت او دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړي

اسرائيلي پوځ: په لوېدیځه غاړه او جنوبي لبنان کې درې اسرائيلي عسکر ټپیان شوي

ایران امریکا ته خبرداری ورکړ که تېروتنه تکرار کړي نو نوې پوځي وړتیاوې به وکاروو

ټرمپ له ایران سره د اوږدمهاله محاصرې لپاره د چمتووالي لارښوونه کړې

د ازبکستان ولسمشر له افغانستان سره د اقتصادي او ورورګلو اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com