(کابل ټکی کام ۱۳۹۶لړم ۱۷): شاوخوا يوه اوونۍ مخکې د ناټو ځواکونو د کندز په چهاردرې ولسوالۍ کې عمليات او بمبارۍ وکړې، چې په ترڅ کې يې لسګونه کسان ووژل شول او يو شمير نور ټپيان شول.
خو تېره ورځ د ناټو د پرېکنده ملاتړ بهرنيو ځواکونو په ياده بمبارۍ کې د ملکي خلکو وژل کېدل رد کړل، په داسې حال کې چې د ملګرو ملګتونو سياسي دفتر (يوناما) ويلي په دغه بمبارۍ کې لس ولسي وګړي وژل شوي دي.
يوناما په خپل رسمي ټويټره پاڼه دغه معلومات ورکړي او زياته کړې يې ده، چې دوی له ګڼو ژغورل شويو، روغتيايي کارکوونکو د سیمې له قومي مشرانو او نورو خلکو سره خبرې کړې چې د ټولو په اند د بمبارۍ قربانیانو کې ولسي وګړي وو.
له يادې بمبارې يوه ورځ وروسته سيمه ييزو خلکو او د کندز د ولايتي شورا يوه غړي رسنيو ته وويل، چې په دغه پېښه کې ۱۴ ولسي وګړي وژل شوي او ديارلس تنه نور ټپيان دي.
ناټو ځواکونو پرون په يوه اعلاميه کې وويل، چې په سيمه کې يې د عملياتو پر مهال ګڼ وسله وال وژلي دي.
د افغانستان په اړه د امريکا د نوې ستراتيژۍ له اعلان وروسته په هېواد کې د بهرنيو ځواکونو شپني عمليات او هوايي بريدونه ډېر شوي، چې پکې تر ډېره بريده ولسي وګړو ته مرګ ژوبله رسېږي.


















