(کابل ټکی کام ۱۳۹۶لړم ۱۷): نن له غرمې مخکې سلګونه کسانو په کابل کې د ولسي جرګې د هغه پريکړې پرضد لاريوون وکړ، چې د نفوسو احوالو د ثبت قانون په اړه يې کړې وه.
لاريون کوونکي د دارالامان سړک او د ولسي جرګې د ودانۍ مخې ته راټول شوي و او د (افغانيت او اسلاميت غواړو) په پلوۍ يې شعارونه ورکول.
دغه لاریوون ته له بېلابېلو ولايتونو څخه خلک راغلي و، چې شمير يې سلګونه کسانو ته رسېده او ټينګار يې وکړ، چې ترهغې به نوې پېژندپاڼې وانخلي ترڅو چې پکې د افغان او اسلام کلمه نه وي ليکل شوي.
څو ورځې وړاندې د ولسي جرګې وکيلانو د رايو په اکثريت سره د ولسمشر هغه فرمان رد کړ، چې د (افغان او اسلام ) کليمې پکې ليکل کېدلې.
یو شمېر سیاسي فعالانو د ننني لاریون پر مهال حکومت تورن کړ، چې ملي مسائل متنازع کوي او یوازې خلک تېر باسي.
په لاريون کې يو شمير فعالانو سياسي څېرو او د لرې ولايتونو ډیری خلکو برخه اخيستې وه.
سياسي کارپوه فيض محمد ځلان په خپله رسمي فسبوک پاڼه ليکلي: چې (د مشرانو جرګې کمیسونونو رییسانو ژمنه وکړه چې د ولسي جرګې پرېکړه به راتلونکي اونۍ رد کړي.)


















