(کابل ټکی کام ۱۳۹۶لړم ۱۸): د پاکستان د پنجاب ولايت په چکوال ولسوالۍ کې د مسافرو يو ډک موټر د پل نه لاندې لوېدلی او لسګونه کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.
پوليس وايي، د يادې ولسوالۍ د کلرکهار په سيمه کې له مسافرو يو ډک موټر د يو لوي پل نه لاندې ستر ګړنګ ته ولوېد چې له کبله يې ۲۴ کسان مړه او له ۶۰ زيات ټپيان دي.
د پېښې سيمې ته روغتيايي کارکوونکي او ژغورنې ډله رسېدلې ده او د مړو او ټپيانو په رايستلو بوخت دي.
د روغتيا مسئولين وايي، په ټپيانو کې د ۱۳ کسانو روغتيايي حالت ښه نه دی.
پوليس وايي، په دغه بس موټر کې له ۹۰ زياتو کسانو شتون درلود چې رايونډ ته په تبليغي اجتماع کې د برخې اخيستو لپاره وروان و.
تر اوسه د پېښې لامل نه دی په ډاګه شوی خو پوليسو ويلي په اړه څېړنې پيل کړي دي.


















