(کابل ټکی کام ۱۳۹۶لړم ۱۸): دولتي ځواکونو د هلمند ولايت په ګرشک ولسوالۍ يوه ستره قرارګاه او درې پوستې خوشې کړي دي.
يوې امنيتي سرچينې کابل ټکی کام ته وويل، چې پرون له غرمې وروسته دولتي ځواکونه د طالبانو د پرلپسې بريدونو له کبله د يادې ولسوالۍ د سيدانو له يوې سترې قرارګاه او درې پوستو څخه ووتل او سيمه د طالبانو لاسته ولوېده.
د سرچينې په وينا، له دې وړاندې وسله والو طالبانو په دغه قرارګاه او پوستو په دوامداره توګه بريدونه کول او له ډېرې مودې راهيسې يې تر کلابندۍ لاندې نيولې وه.
طالبانو ويلي، د يادو ځواکونو له وتلو وروسته ډیره سيمه د دوی تر واکمنۍ لاندې راغله او زياتوي چې د دوی وسله والو مخکې تګ کړی او په سيمه کې يې يوه بله قرارګاه کلابنده کړې ده.
تر دې وړاندې هم هم داسې راپورونه ورکول شوي، چې د لرې پرتو سيمو عسکر په دې موخه خپلې پوستې او قرارګاوې خوشې کوي، چې د دولت له لوري ورته اکمال نه رسېږي او په مياشتو مياشتو د طالبانو له لوري کلابند وي.
تر اوسه په رسمي ډول د هلمند امنيتي مسئولينو په دې اړه څه نه دي ويلي.


















