مزارشريف: سرتيري بريد مرګ ژوبله اړولې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶لړم ۱۸): د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف کې د سرتيري بريد له کبله يو کس وژل شوی او درې نور ټپيان دي.

پېښه نن سهار د لومړۍ حوزې په مربوطاتو کې د شاديان دروازې په سيمه کې د يوه هوټل تر څنګ رامنځته شوې ده.

د پامیر د ۳۰۳ زون قوماندان جنرال بابه جان رسنيو ته وویل چې په دغې سرتيري بريد کې د بلخ ولایت یو قومي مشر حاجي غني وژل شوی او د هغه درې ساتونکي ټپيان دي.

په سيمه کې يوې بلې امنيتي سرچينې بيا وويل، په بريد کې درې تنه وژل شوي او دوه تنه نور ټپيان دي.

تر اوسه د دغه بريد مسئوليت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخيستی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button