(کابل ټکی کام ۱۳۹۶لړم ۱۸): د پاکستان د بلوچستان په مرکز کوټه کې د پوليسو په عمومي مشر جنرال حامد شکيل چاودنه شوې، چې نوموړی پکې وژل شوی دی.
ځايي امنيتي مسئولين وايي، د پوليسو مشر جنرال حامد شکيل له کور څخه د وتلو په حال کې و، چې چاودنه پرې وشوه.
د سرچينې په وینا، د پوليسو مشر په چاودنه کې لومړی سخت ټپي شو او وروسته يې روغتون ته په لاره د شديدو ټپونو له امله ساه ورکړه.
پېښه له کوټې ښار څخه څوارلس کيلومتره لرې چمن هاوسينګ سکيم ښارګوټي کې شوې ده.
ځينو سرچينو دغه چاودنه سرتيری بريد بللی او رسنيو ته يې ويلي، چې د بريدګر هدف د پوليسو مشر جنرال حامد شکيل خان و.
په دغه پېښه کې د درې نورو پوليس چارواکو د وژل کېدو او ۸ تنه نورو د ټپي کېدو راپورونه هم ورکول شوي دي.
په پېښه کې ټول ټپيان روغتون ته رسول شوي دي.
وخت ناوخت په بلوچستان کې په پاکستاني امنيتي ځواکونو او چارواکو وسله وال بريدونه او چاودنې کېږي، چې ډیری وخت يې مسئوليت پاکستاني طالبان او داعش ډله په غاړه اخلي.
خو تر اوسه کومې ډلې د دغې حملې مسئوليت نه دی منلی.


















