(کابل ټکی کام ۱۳۹۶لړم ۱۸): نن د بلجيم په مرکز بروکسل کې د ناټو دفاع وزيران راټول شوي او په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ د ماموريت په چوکاټ کې د نورو عسکرو په زياتوالي خبرې کوي.
تېره ورځ د ناټو سرمنشي ينس سټولټنبرګ وويل چې دوی به تر هغې وخته پورې په افغانستان کې پاتې وي، څو د طالبانو سره په جګړه کې افغان ځواکونه پياوړي شي.
د هغه په وينا، تر درېیو زرو پورې نوي پوځیان به د افغان ځواکونو د روزنې او مرستې لپاره افغانستان ته واستوي.
د نوموړي دغې خبرو ته طالبانو غبرګون ښودلی او وياند يې ذبيح الله مجاهد يادې غونډې ته د ناټو مشرانو ته په خطاب کې ويلي، چې (دناټو مشران باید نور دسرتمبه گۍ او جنگ غوښتونکي سیاست پرځای حقائق درک کړي).
ښاغلی مجاهد زياتوي، افغانان يوه ورځ اشغالګرو عسکرو ته په هېواد کې د پاتې کېدو اجازه نه ورکوي او په وينا يې که د ناټو مشران هرڅومره په افغانستان کې د خپلو متجاوزو عسکرو د وخت اوږدیدا خبره کوي، هغومره دې اوږدې جګړې ته ځان تیار کړي.
د طالبانو وياند د ناټو مشرانو ته ورياده کړې او ويلي يې دي، چې طالبان هغه څوک دي چې د خپلې عقيدې او هېواد څخه د دفاع لپاره يې د ناټو په مشرۍ د نړۍ نيم ميليون هغه ځواک په ګونډه کړ، چې په ټولو عصري او عسکري وسايلو سمبال و.
ټاکل شوې ده، چې نن پنجشنبه په بروکسل کې د ناټو مشران په افغانستان کې د عسکرو په زياتولو خبرې کوي.
اوس مهال په افغانستان کې د ناټو ديارلس زره پوځيان ميشت دي، خو ناټو غواړي دغه شميره شپاړلس زرو ته لوړه کړي.


















