(کابل ټکی کام ۱۳۹۶لړم ۲۰): د ورکړل شويو راپورونو پر بنسټ، ايران په دې هڅه کې دی، څو په سوريه کې يوه ستره دايمي پوځي اډه جوړه کړي.
دا څرګندونې يوې لويديځي خبري سرچينې بي بي سي ته کړي او په وینا يې چې ايران د سوريې د مرکز دمشق د القسوه په سيمه کې د دايمي پوځي اډې د جوړولو چارې پيل کړي دي.
په راپور کې راغلي، چې په ياده سيمه کې د سپوږمکۍ پر مټ د اخيستل شويو انځورونو څخه داسې ښکاري، چې ايران هلته د دولس ودانيو پر جوړولو بوخت دی چې غالباً خپل پوځي تجهيزات او پوځيان پکې ځای پرځای کوي.
د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو خبرداری ورکړی چې ایران په سوریه کې د خپل پوځي حضور د ډېرېدو په درشل کې دی چې په وینا یې اسرائیل به د ایران ددغه کار مخه ونیسي.
دغه راز ايران غواړي چې په منځني ختيځ کې خپل نفوذ پراخ کړي او پر دغه هېواد تور دی چې په لبنان کې د حزب الله شيعه ډلې ملاتړ کوي او اوس غواړي چې په سوريه کې خپل نفوذ ډېر کړي او د شيعه ګانو برلاسي کېدو هڅې يې روانې کړي.
ايران په سوريه کې له داعش او نورو سني اسلامي ډلو سره د بشارالاسد د حکومت په ملاتړ جګړې کړي دي، چې اوس هم په هغه هېواد کې د ايران زرګونه پوځيان ميشت دي.

















