(کابل ټکی کام ۱۳۹۶لړم ۲۰): نن سهار د وسله والو طالبانو يوه سرتيري بريدګر د هلمند په ناوه ولسوالۍ کې د ملي اردو ځواکونو يوه قرارګاه د خپل بريد هدف وګرځوله چې طالبان وايي له دغې قرارګاه يواځې څلور عسکر په ژوندي حالت کې وتلي او نور ټول وژل شوي دي.
د هلمند د ولايت مقام دغه برید تاييد کړی او ويلي يې دي، چې په دغه بريد کې د ملي اردو يواځې دوه عسکر ټپيان شوي او نور چاته زيان نه دی اوښتی.
د دغه دفتر رسنيو ته په لېږلې خبرپاڼه کې راغلي دي چې برید د هاموي ټانک په واسطه ترسره شوی دی، خو هدف ته له رسېدلو مخکې پېژندل شوی او ډزي ورباندي شوي دي.
طالبانو په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې د دوی يو تن سرتيری بريدګر چې خپل هاموي ټانګ يې له درنو منفجره موادو څخه ډک کړی و، د ملي اردو قرارګاه منځته ځان رسولی او هلته يې چاودنه ورکړې ده، چې له کبله يې د عسکرو ټول مرکز په بل مخ اوښتی دی.
ويل کېږي، د ملي اردو په دغه مرکز کې نږدې پنځوس تنه عسکر اوسېدل چې طالبان وايي ډیری يې وژل شوي او ټپيان دي.
د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي ويلي، د وژل شويو عسکرو جسدونه د چاودنې د زور له وجهې نږدې نيم کيلو متر لرې وار شوي دي.
ښاغلی مجاهد زياتوي: (د دښمن له دننه څخه د کره راپورونو په اساس له یادې قرارګاه څخه ایله ۴ نفره په زخمي حال کې را استل شوي نور ټول له منځه تللي دي).
نوموړی وايي، چې دولتي ادارې او د امنیت چارواکي رسنيو سره غلط معلومات شريکوي او غواړي چې د دغه بريد اهميت کم کړي او پېښه کوچنۍ تعبير کړي، په داسې حال کې چې له کابل څخه د ياد بريد ځای ته يو هيئت وروان دی.
د يوسف احمدي په خبره چې د۳۰ وژل شويو عسکرو جسدونه يې یوې بلې نیږدې قرارګاته نقل کړل ترڅو يې له رسنیو او آزادو خلکو څخه پټ وساتي.
تېره ورځ هم سهار مهال د لښکرګاه په دریمه امنیتي حوزه بولان کې په یوه مازدا موټر بم برید کې لسګونه عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
د پروني بريد مسئوليت هم طالبانو منلی و.

















