(کابل ټکی کام ۱۳۹۶لړم ۲۰): د کندز ښار يو شمير اوسېدونکي او د ولايتي شورا غړي وايي، چې په دغه ولايت کې نا امنۍ، هدفي وژنې او غلاوې زياتي شوي، خلک يې اندېښمن کړي، هيڅوک په ډاډه زړه کاروبار نه شي کولا او چارواکي په امنيت راوستلو کې پاتې راغلي دي.
دوی زياتوي، چې د غير مسوله وسله والو او د مخالفينو د زياتېدونکي فعاليت له کبله هيڅوک ولسواليو ته په ډاډه زړه تګ راتګ نه شي کولای.
د کندز ښار يوه اوسېدونکي حاجي حشمت الله رسنيو ته ويلي: امنیتي وضعیت ډېر خراب دی او حتی په دننه ښار کې څوک د خوندېتوب احساس نه کوي، په ځانګړې توګه په داخل د ښار کې د غلو کچه ډېره شوې، همدارنګه د ترورېستانو کچه زیاته شوې چې ټولو خلکو ته یې ستونزې جوړې کړي او خلک خپل راتلونکي ته په اندېښنه کې دي.”
د دغه ښار يو بل اوسېدونکی بشیرخان بيا وايي: “امنیتي وضعیت ډېر خراب دی، دا څه ډول حکومت دی، چېرته چې بې کفایته والي او بې کفایته قوماندان وي، هغه کندز ته رالېږي”.
دوی له حکومته غوښتنه وکړه، چې د کندز ښار کې د غلاوو، انسان تښتوونو او هدفي وژنو مخه ونيسي او زياتوي چې ډیری دغه ډول پېښو کې غير مسئووله وسله والې ډلې ښکېلې دي، چې امنيتي ادارې ورته هيڅ پاملرنه نه کوي.
په عين حال کې د کندز د ولايتي شورا رئيس امرالدين ولي هم مني چې د دغه ښار امنيتي وضعيت ورځ تربلې خرابېږي او په وينا يې چې د چارواکو د بې کفايتۍ له کبله هره ورځ لسګونه سرتيري خپل ژوند له لاسه ورکوي، خو بيا هم خلک په خپلو کورونو کې د امن احساس نه کوي.
د کندز د خلکو دغه اندېښنې په داسې حال کې را برسېره کېږي چې په دې وروستیو کې د دې ولایت په مرکز کې وسله والو غلاو، د سړي تښتوونکو پېښو، هدفې وژنو او ناامنیو یو ځل بیا زور اخېستی چې له کبله یې د دې ولایت ټول اوسېدونکي د خپل راتلونکي په اړه اندېښمن کړي دي.

















