(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لړم ۲۰ فرید افغان)
راپورونه وایي چې وسلوالو طالبانو د غزني د مرکز اړوند د شهباز په سیمه کې په یوه لویه پوسته ناڅاپي چاپه وهلې، چې یو شمیر پولیسو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
د خبر په اساس؛ په دې چاپه کې افغان امنیتي ځواکونو هم متقابل غبرګون ښوودلی چې د نښتې په لړ کې دواړو لوریو ته تلفات اوښتي دي.
د سیمې عیني شاهدانو رسنیو ته ویلي چې طالبانو پر پوسته باندې له برید وروسته د ماینونو په توسط یاد مرکز په ټولییز ډول له منځه وړی دی.
سیمیزې سرچینې وایي چې تر برید وروسته له مرکز څخه یو شمیر مرستندویه ځواکونه هم سیمې ته دجګړې د قابو کولو په خاطر استول شوي، چې هغوی هم دطالبانو لخوا دسپنده په سیمه کې له نیول شوي کمین سره مخ شوي دي.
طالبانو د برید پخلی کړی او په یوه خبر پاڼه کې یې ویلي چې؛ په پوسته کې میشت ۱۲ عسکر ځای پرځای وژلي او د راغلیو کومکي عسکرو له ډلې یې هم ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اړولې او ۳ ټانګونه او یو رینجر موټر یې ترې ویجاړ کړي دي.
طالب ویاند منلې چې په یاده جګړه کې د دوی یو تن طالب وژل شوی او ۲ تنه نور ټپیان دي.
طالبانو ویلي چې په یاده جګړه کې ورته څو میله سپکه او درنه وسله هم په لاس ورغلې ده.
افغان چارواکو په یاده نښته کې طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې ادعا کړې ده خو طالبان بیا د دوی دا ادعا ردوي او ویاند یې ویلي دي چې چارواکي داسې ادعاوې د دې لپاره کوي چې له خپلو مرګونو تلفاتو څخه ذهنیت په بله واړوي.
دا په داسې حال کې ده چې نن سهار د هلمند ولایت په ناوه ولسوالۍ کې د افغان پوځ پر یوه پوځي مرکز د هاموي ټانګ په توسط لویه چاودنه ترسره شوې چې دطالبانو د ادعا ترمخه؛ لسګونو افغان امنیتي ځواکونو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده .

















