
ننګرهار: د زيتونو د پروسس فابريکې بيرته فعالیت پيل کړ
(کابل ټکی کام ۱۳۹۶لړم ۲۱): ننګرهار کې د زيتونو د پروسس دولتي فابريکي له درې کلن ځنډ وروسته يوځل بيا پر فعالیت پيل وکړ، چې چارواکي وايي سږ کال به دغه فابريکه نږدې ۱۲ سوه ټنه تېل او اچار توليد کړي.
دې فابريکې درې کاله وړاندې په لږه اندازه توليدات درلودل، خو په تېرو درېيو کلونو کې د زيتونو د حاصلاتو د نشتوالي له امله يې هيڅ توليد نه درلود.
مسئولين وايي، که د لا زياتو وسايلو اسانتيا ورته برابره شي نو دا توليدات به له دې هم زيات شي.
د زيتونو د پروسس فابريکې امر انجنير محمد موسی عيسی زی وایي، سږکال ورته د پروسس په خاطر ۱۲۰۰ ټنه زيتون د تېلو د توليد او ۳۵ ټنه نور يې د اچارو د توليد په خاطر ور وړل شوي دي.
د هغه په خبره کلونه مخکې يادې فابريکې ۲۵۰۰ کارکوونکي درولودل خو اوس دغه شمېره يواځې ۶۶ تنو ته راټيټه شوې ده.
نوموړي له حکومته غوښتنه وکړه، چې د يادې فابريکې د بيا رغونې او فني کارکوونکو د زياتوالي په برخه کې پاملرنه وکړي، څو د زيتونو، تېلو او اچارو توليدات زيات شي.
د ننګرهار د کانال رییس غلام حضرت عبدالرحيمزی د کارګرانو کموالی مني او په وینا يې چې فابريکه اوس دومره شوې چې د فارمونو ټول حاصلات پروسس کړي.
د ننګرهار والي ګلاب منګل چې د يادې فابريکې له چارو څخه يې ليدنه کوله وويل، چې سږ کال هم د زيتونو د راټولولو لپاره اجيران نيول شوي خو ژمنه يې وکړه چې د راتلونکي کال لپاره به دغه ستونزه حل کړي او د رسمي کارمندانو د زياتولو لپاره به هڅې وکړي.
د زیتونو د پروسس دا دولتي فابريکه شاوخوا ۳۳ کاله وړاندې د روسانو له خوا جوړه شوې وه؛ خو د وخت په تېرېدو يې اوس ډېر وسايل بيا ترميم ته اړتيا لري.



