د شفافيت د څار بنسټ: د افغانستان زندانونه د شکنجو په مرکزونو بدل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶لړم ۲۱): د افغانستان د شفافيت د څار بنسټ، د هېواد په زندانونو کې د بنديانو سره د وضعيت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ويلي يې دي، چې په افغانستان کې زندانونه د شکنجو په مرکزونو بدل شوي دي.

دغې ادارې د بنديانو د وضعيت په اړه د خپلې درې کلنې څېړنې جزيات له رسنيو سره شريک کړي دي.

د يادې ادارې مشر سيد اکرام افضلي په کابل کې خبريالانو ته وويل، چې دغه څېړنه د يوې بېلګې په توګه د څرخي پله، بغلان او وردګ په زندانونو کې ترسره شوې او په وينا يې چې په زندانونو کې منل شوي قوانين نه مراعات کېږي او په يو شمير زندانونو کې بنديان له جدي ګواښ سره مخ دي.

د هغه په وينا:”د دې پر ځای چې د افغانستان زندانونه د آزادۍ د سلبولو مرکزونه وي، دا د بشري حقونو د نقضولو په مرکزونو، د شکنجې په مرکزونو او د عقدو د جوړولو په مرکزونو بدل شوي دي. د میلیونونو ډالرو په لګولو سره د زندانونو وضعیت په خواشینۍ سره چې لا هم په جدي توګه له داسې ستونزو سره مخ دی، چې د زندانونو وضعیت یې غیرانساني کړی دی”.

د يادې ادارې په راپور کې راغلي، چې د څېړنو پر مهال يې له زرو څخه ډېر داسې موارد موندلي، چې په کې د زندانيانو حقونه تر پښو لاندې شوي دي.

د شفافيت د څار اداره وايي، چې په يوه خونه کې د زياتو بنديانو ساتل، د ځای کموالی، د امکاناتو، معياري ودانيو او د کورنيو له غړو سره د ملاقات په برخه کې د مناسب ځای نه شتون، د مناسبې برېښنا او اوبو نشتوالی او ډېرې نورې دغه ډول ستونزې شته چې بنديانو ته يې سرخوږی جوړ کړی دی.

د افضلي په خبره: “دا د منابعو تر ټولو بد مدیریت دی، چې په یو زندان کې دوه برابره بندیان ساتل کیږي او د بل زندان له ودانۍ څخه اصلاً استفاده نه کیږي”.

په داسې حال کې د شفافيت د څار بنسټ د بنديانو د شکنجو او د هغوی د ستونزو په اړه راپور نشروي، چې څه موده مخکې د پلچرخي زندان يو شمير بنديانو په هغه زندان کې د چارواکو له لوري د ناوړه چلند او د شته ستونزو د حل په موخه د احتجاج په ډول خپلې خولې ګنډلې وې.

ډيری وخت په هېواد کې سياسي بنديان د خپلې بند مودې د پوره کېدلو سربيره هم په زندانونو کې ساتل کېږي او له دغه ډول بنديانو سره د حکومتي چارواکو له لوري زورونکی چلند ترسره کېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button