”د طالبانو له بنده ازادې شوې جوړې غالباً اسلام منلی“

یوې مشهورې ویبپاڼې، بېزنس انسایډر په یوه رپوټ کې ویلي، جاشوا بویل او د هغه مېرمن کېټلان کولمن، چې له طالبانو سره تر پنځه کلن بند وروسته په تېره اکتوبر میاشت کې ازاد شول، غالباً اسلام منلي وي.

دې ویبپاڼې د ”ولې ځینې وختونه له ترهګرو سره بنديان شوي کسان اسلام ته اوړي“ تر سرلیک لاندې یوه لیکنه خپره کړې. په لیکنه کې په دې اړه تحقیق شوی چې ولې له ”ترهګرو“ ډلو سره بندیان شوي کسان اسلام مني.

لیکنه د جاشوا بویل او د هغه د مېرمنې په کیسه پیل شوې. په تېره اکتوبر میاشت کې له ازادېدو وروسته، کېټلان، بویل او درې ماشومان یې په الوتکه کې ټورنټو ښار ته ولاړل. څو ورځې وروسته، کېټلان له یوې کاناډايۍ ورځپاڼې ټورنټو سټار سره مرکه وکړه. کله چې په مرکه کې له کېټلان دا پوښتنه وشوه چې ایا اسلام ته اوښتي یاست او کنه، کېټلان کولمن له ځواب ورکولو یا نظر څرګندولو نټه وکړه.

 بېزنس انسایډر ویبپاڼه وايي، که څه هم جاشوا بویل او د هغه مېرمنې کېټلان کولمن تراوسه د اسلام قبلولو په اړه په ښکاره څه نه دي ویلي، خو له خبرو او حرکاتو سکناتو یې معلومېږي چې اسلام یې منلی دی.

خو له خلاصېدو وروسته کېټلان کولمن اسلامي حجاب، چې د مسلمانانو شعار دی، په تن کوي او خاوند جاشوا بویل یې ږیره پرېښې ده.

Former hostage Caitlan Coleman, 31, with her months-old daughter, spoke to the Star on Monday to dispute statements made about her family's captivity in Afghanistan and Pakistan.

لیکوال لیکي، له رسنیو سره د خبرو په وخت کې د جاشوا بویل له خولې په زیاترو خبرو کې اسلامي اصطلاحات او خبرې راوځي. همداراز، په یوه ویډیو کې، چې کاناډا ته تر تلو مخکې شوې ده، جاشوا بویل څو واره ”الحمدلله الحمدلله“ ویلي دي.

لیکوال زیاتوي، تر دې وړاندې هم ګڼ شمېر کسان له اسلامي ترهګرو ډلو سره له بندې کېدو وروسته پخپله خوښه اسلام ته اوښتي او د اسلام دین یې منلی دی.

سویډنیJohan Gustafsson او د جنوبي افریقا اوسېدونکی Stephen McGowan هم له القاعده ډلې سره تر بند تېرولو وروسته خپل اسلام راوړل ښکاره کړل. همداراز، د James Foley په نوم یو ژورنالست هم په سوریه کې د بند تېرولو په وخت کې اسلام منلی و. د ایوان رېډلي په نوم یوه مشهوره ژورنالیسته هم له طالبانو سره له بندي کېدو وروسته مسلمانه شوه.

په لیکنه کې د ځینو کارپوهانو خبرې هم راوړل شوې دي. د دوی په اند، پر دې بندیانو اسلام په زور منل کېږي، یا د ژوندي پاتي کېدلو او یا د خلاصون  یا بلې اسانتیا ترلاسه کوله په هیله اسلام قبلوي.

خو له خلاصېدو وروسته زیاترو بندیانو ویلي چې دوی اسلام په زور نه بلکې پخپله خوښه منلی.

بویل او کولمن په بند کې

بویل او کولمن په ۲۰۱۲ز کال کې د منځنۍ اسیا د سیاحت اراده وکړه. د ځینو سیمو له لیدو وروسته افغانستان ته راواوښتل. بویل او میرمن یې کولمن د ۲۰۱۲ز په اکتوبر کې په کابل کې وو. خو هغه مهال نادرکه شول کله چې یې د کابل لوېدیځ ته د میدان وردګو ولایت په ساحه کې یې سفر کاوه. طالبانو ډېر وروسته ومنل چې دغه کاناډايي ــ امریکایي جوړه دوی نیولې ده.

دوی له طالبانو سره ګرځنده بندیان وو. طالبانو له امریکايي ځواکونو د پټ ساتلو لپاره دوی د افغانستان په بېلابېلو مرکزي او جنوب ختیځو ولایاتو کې وساتل او وخت ناوخت به یې له یوه ځایه بل ځای ته نقل کول.

طالبانو بویل، کولمن او ماشومانو ته یې په تېرو پنځو کلونو کې د ژوند زیاتره سهولتونه مهیا کړي وو. هر څه د دوی په فرمایش وو. د بند په موده کې د دوی ۳  اولادونه هم په نورمال ډول وزېږېدل، یوازې یو اولاد یې له وخت مخکې پیدا او نقصان شو.

طالبانو غوښتل د دغې کاناډایي – امریکایي کورنۍ په بدل کې خپل یو شمېر بندیان خلاص کړي. طالبانو دوه ځله د دوی ویډیو نشر کړه. په دواړو ویډیوګانو کې جاشوا او کېټلان وړاندیز وکړ چې تبادله دې ترسره شي.

جاشوا بویل او کېټلان کولمن څنګه د طالبانو له بنده خلاص شول؟

تر ژغورل کېدو وړاندې، طالبانو دا بندیان په لوګر ولایت کې په یوه پټ ځای کې ساتل. خو د بې پیلوټه الوتکو د پرلپسې څار له امله طالبانو دوی د لوګر له بندیخانې بل ځای ته نقل کړل. خو په نوي پټ ځای کې هم د بې پیلوټه الوتکو څار طالبان مجبور کړل چې بندیان د افغانستان په ختیځ کې کونړ او نورستان ته ولېږي. طالبانو ګومان کاوه، د کونړ او نورستان په غرنیو او ځنګلي سیمو کې د نورو ځایونو په پرتله د دوی ښه ساتنه کېدای شي.

طالبانو ټاکلې وه چې دغه بندیان به لومړی د حصارک له لارې ننګرهار او بیا به کونړ ته انتقالیږي. کونړ ته د بندیانو تر انتقال وړاندې د کېټلان کولمن لور پیدا شوه. کولمن د تازه ولادت له امله په غرنیو لارو سفر نه شوای کولای.

دغه وخت طالبانو د امریکایانو له لوري د عملیاتو له ویرې د یوازینۍ لارې په توګه پرېکړه وکړه چې بندیان لومړی د پکتیا له لارې د پاکستان قبایلي سیمې کورمې ته انتقال کړي او بیا یې له هغه ځایه د باجوړ پر لار کونړ ته واړوي. طالبانو دغه بندیان د ډیورنډ له کرښې قبایلي سیمې ته واړول، له هغه ځایه یې تر باجوړ پورې د رسولو بندوبست وکړ.

بله ورځ د دوی ساتونکو په یوه داسې موټر کې سپاره کړل چې ظاهراً د لین یو عام موټر ښکارېده. د بندیانو موټر روان شو او له څو امنیتي پوستو تېر شو، خو لږ وخت وروسته د موټر پر سر د بې پیلوټه الوتکو غږ واورېدل شو. له لږ تګ وروسته ناڅاپه پر موټر ډزې وشوې. د موټر ټایرونه وویشتل شول. پاکستاني عسکر له موټره راوګرځېدل او د موټر په پلټلو سره یې بندیان وموندل.

څو ساعته وروسته پاکستاني او امریکايي چارواکو رسنیو ته وویل چې له پنځه کلن بند وروسته جاشوا بویل، کېټلان کولمن او د هغوی درې ماشومان د طالبانو له بنده ازاد شول.


د جاشوا بویل، کېټلان کولمن او د هغوی د ماشومانو د بند او خلاصون په اړه پورتني معلومات د طالبانو له مینځه یوې سرچینې ورکړې چې کابل ټکي کام کټ مټ خپاره کړي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button