د ژمي مازدېګر له وسوال طالب سره – درېمه برخه

 

 

 فرمان الله نجرابوال

سهار ملا بانګ مهال و چې د ټیلیفون زنګ وکړنګید له خوبه ډکې ستركې مې پرانستې چې می وکتل شاهین و دموبیل شنه بټن مې كیکاله چې شاهین وویل

شاهین : فرمانه فرمان پاسېدلی یې ،چمتو شو د بغلان او کندوز دکاډو تم ځای راشه چې د موخې ځای ته ورځو.

زه هم پرته کوم ځنډه پورته شوم اول مې اودس وکړ،لمونځ مې ادا کړ او هغه مسنونه اذکار مې هم وویل .یو ګران دوست راته كندهارۍ غاړې والا کالي ډالۍ کړي و هغه جوړه مې د یون لپاره ښه وکڼله.

لږ شېبه روسته بیا د ټیلیفون زنګ وشرنګید سمدستې مې شنه بټن کیکاله

شاهین : فرمانه د بغلان او کندوز دکاډو تم ځای ته راشه چې ناوخته دی.

زه : دادی نږدې یم د عیدګاه جومات ترڅنګ یم .دغه مهال

د بغلان کندوز د کاډو تم ځای د عیدګاه جومات  لږ هاغه چمن حضوری لور ته و اوس هم یادځای د کندوز بغلان مزار شریف د کاډو تم ځای دی .

د کاډو تم ځای ته ورسېدم چې د شاهین په لاس کې د ۳۰۳کاډې بلیټ نیولی و نږدې ورغلم، سلام _علیک روسته هغه وویل ماخو د کاډې کرایه مې هم ورکړه ۱۶شمېرې څوکۍ زما او ستا ده بس ور پورته کیږه .

کاډې‎ ‎ته پورته شوم په ۱۶مې څوکۍ ته مو ځان ورسو. لنډه داچې کلنډر غږ وکړ : یک دوعای خیر کنید ! ټولو د یون دعا ولوسته .

دغه مهال زه په فکرونو کې ډوب شوم په زړه کې مې ډول ډول پوښتنې راګرځېدلې مافکر کاوه چې وسوال طالبان به څنګه خلک وي !؟ یوې خبرې زه ډېر په اندېښنه کې غورځولی وم هغه خبره داسې وه چې ما د رسنیو له لارې اوریدلې و چې وسوال طالبان په عمومې لارو کې را وځي او نه عام وګړي ګورې نه نظامیان ټول له یوې مخې وژني کله ناکله یې له ځان سره خپل پټن ځایونه بیایې.

په همدې فكر کوم وم چې شاهین راته په اوږو ټپ راکړ او وویل ولې دې سترګې سرې دي په کوم چورت کې تلی یې!؟

مال هېڅ بېګاه مې سترګه نه ده پټه شوې بېلابیلې پوښتنو مې ذهن کلا بند کړی و چې له امله یې سترګې اغیزمنې شوې دي . شاهين راغبرګه کړه څنګه پوښتنې دي ذهن محاصره کړی دی !؟

مال ما اوریدلې دي چې وسوال طالبان په روغتونو کې انفجار کوي طالبان په جومات، مدرسه کې چاودنې کوي دوی وران کاري دي او داسې نور . . . .

شاهین راته کړ : فرمانه دا ټول درواغ دي ته د رسنو په تبلیغاتو دوکه شوی یې هغه طالبان، چې دخپل دروند اولس په اخلاقي جاموپوښلي دي طالبان، چې د انسان عزت او ثروت ورته دیو لوی امانت په ډول نمونه ده.

طالبان هغه څوک دي، چې نه یې موډرنې زده کړې او نه تر پوهنتون پورې رسېدلی و.

نه یې نېکټایي لرله او نه په تورو شیشه لرونکو موټرو کې ګرځېدلې دي. خو دا ټول کابل په یو کېبل اداره کاوه.

طالبان چې زمو د دروند اولس د اخلاقي جامې کلیمه ذکر شوې طالب په همدومره لوړه معنوي جامه سمبال او له هغه وراخوا د خپل مقدس دین د رڼا په کرښه روان دي.

شاهین وویل ، دا ټولې پوښتنې به ډېر ژر ځواب شي ،هغه وویل دادی د کابل له دروازې ووتلو ، دکابل دروازه چې د شمال ولایت له لورې راځې د کابل شکردرې وسلوالۍ د اډې مزار په سېمه کې ده چې دغه ځای کلکه پلټنه کیږي.

هو ! د ۳۰۳کاډې د جبل السراج خاوره تر ټایرو تېره کړه او سالنګ ته ورسېدو سالنګ چې سپېنې واورې پوښلی د سالنګ تونل کې ۱۵دقیقو مزل وکړ خورا ډېر خوند یې وکړ.

دغه راز دکابل او بغلان ،کندوز په عمومي لارو کې ډېر کلک پلټن ځایو شته چې ډېرې کلکې پلټنې کوي چې دبغلان ولایت دوشې ولسوالۍ کې دلارې ترڅنګ یو پول دی دغلته هم ډېر کلکه پلټنه کوي

ډېر خطرناکه تلاشې د بغلان د خنجانو په سېمه کې شتون لري یاد ځای د بغلان د هرې ولسوالۍ جاسوسان ولاړ دي چې مخونه یې په دسمال تړلي وي چې د لېرو کلیو څخه چې قاریان او عالمان او تر دې چې پښتانه هم په یاد ځای ځورول کیږي.

مونږ هم دغه ځای ته ورسېدو چې د امنیت کارمند کاډې ته د دریدا اشاره وکړه کاډې د سړک څنډې ته ودرید چې د یوتن مخ پټی د امنیت کارمند کاډې ته راووت دکاډې په روستیو څوکیو کې یو ځوان چې ډېر په سنتو برابر و هغه ته ورغی او ورته وویل :

کارمند:از کجا هستی وکجا میرې!؟

ځوان : له کابله راغلم هلته مې د تره کور دی.

کارمند: اووو اوغان هستی صد فیصد طالب هستی !

کارمند مخابره را وکښله او پر مشر یې غږ وکړ چې یک تن طالب را دست ګیر کردم چې سمدستې نور امنتی کارمندان راغلل په هغه ځوان یې خولۍ راکش کړه او د لغتو او سوکانو په ووهلو له کاډې کوز کړ خدای خبر چې اوس به چرته وي!؟

کاډیوان کاډی بیا چالان کړ چې کاډې ډېر تېز رفتار کاوه د ژمي مازدېګر و ، دلمر وړانكې مخ په کمیدا وې چې دکاډی ټایرونه دمرکزی بغلان‎ ‎دفابریکې سېمه رالاندې کړه چې دغه ځای ته ورسیدو کاډی بیا ودرید. له کاډې له ښېښې مې وکتل چې وسوال طالبان را وتلي و او پلټنه پیل کړې وه .

چې یو وسلوال طالب کاډې ته راپورته شوو یقین وکړئ چې په شین ژمې کې مې ګرمې وشوه ډېر وډار شوم مال چې اوس به څنګه چل کیږې !؟ وسلوال طالب په شونډو مسکا خپره وه ټولو مسافرو ته سلام علیک ترڅنګ هر کلی هم وکړ، ښایسته اږده ږېره اوږد قد په سر یې سپین ټوکر تړلی و ډېر ښه ښکاریده د کاډی ښکته پورته وګرځید له ځېنې مسافرو څخه پوښتنې هم وکړي.

ددغه طالب په لاس کې مخابره وه ،چې ده باندې ددوی ډلګۍ مشر غږ وکړ :

خادمه: په ښه ډول پلټنه وکړئ او له مسافرو سره ښه چلند وکړئ !ګمان کوم چې ددغه طالب خادم نوم و

خادم خپل مشر ته چې مولوی جواد و ځواب ورکړ : سمه ده مولوی صاب ستاسو سپارښتنه مې واورېده او همداسې کوم.

هو ! د ژمي مازدیګر کې مې لومړی لیدنه له وسلوال طالب سره وشوه

نور بیا . . .إن شاءالله ‏‎ ‎

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button