
ترينکوټ: چاودنه کې د نظم عامې ۶ پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې
(کابل ټکی کام ۱۳۹۶لړم ۲۲): د ارزګان مرکز ترينکوټ کې د نظم عامې د پوليسو په موټر چاودنه شوې، چې له کبله يې شپږ سرتيرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ارزګان د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر عبدالقوي عمري پېښه تائیدوي او وايي، چې په دغه چاودنه کې يو پوليس وژل شوی او درې تنه نور ټپيان دي.
پېښه د دغه ولايت مرکز ترينکوټ اړوند په چلمګر سيمه کې رامنځته شوې ده.
د دغه چاودنې مسئوليت وسله والو طالبانو په غاړه اخيستی او وياند يې قاري يوسف احمدي ويلي، چې په چاودنه کې د پوليسو يو ټانګ ويجاړ شوی او شپږ تنو عسکرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.



