اروپايي اتحاديه: که فساد سره مبارزه ونه شي خپلې مرستې به بندې کړو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶لړم ۲۲): په کابل کې اروپايي اتحاديې خبرداری ورکړی، که حکومت د فساد پر ضد جدي مبارزه ونه کړي نو دوی به د افغانستان سره خپلې مرستې بندې کړي.

په کابل کې د اروپايي اتحاديې سفير پيري مابدون د يک تلويزيون سره په مرکه کې ويلي، کله چې د اروپايي اتحاديې ماليه ورکوونکي د افغانستان سره مرسته کوي، هغوی قربانۍ ورکوي او دغه کار د بشر دوستۍ پر اساس کوي، موږ نه غواړو چې د اروپايي اتحاديې پيسې ضايع شي، که مونږه د اداري فساد په کومه قضيه پوه شو، نو موږ به يې له حکومت سره شريکه کړو او له هغې وروسته به د مالي ملاتړ پروګرامونه ودروو. ځکه دا زمونږ مسئوليت دی او موږ دا جدي نيسو.

ښاغلي مابدون له فساد سره د ګډ حکومت د مبارزې هڅې ستايلي او ټينګار يې کړی، چې د فساد پرضد د حکومت تګلاره دې په جدي ډول پلې شي.

د نوموړي په باور، اوس هم د افغانستان په ډیری ادارو او آن په انتخاباتو کې هم فساد موجود دی چې دا به د افغانستان لپاره ناوړه پايلې ولري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button