ايران: په زلزله کې د مړو شويو کسانو شمېره ۳۲۸ ته لوړه شوه

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶لړم ۲۲): چارواکي وايي، په ايران کې د تېرې شپې په زلزله کې د قربانيانو شمېره ۳۲۸ کسانو ته لوړه شوه.

د ايرنا خبري اژانس د دغه هېواد د روغتيايي مسئولينو له قوله ليکلي، چې د تېرې شپې په زلزله کې تر دې دمه د ۳۲۸ کسانو جسدونه تثبيت شوي دي.

د سرچينې په وينا، په دغه زلزله کې ۵۳۴۶ تنه نور ټپيان دي، چې د هېواد په بېلابېلو روغتونونو کې د تداوۍ لاندې نيول شوي دي.

د ايران د کورنيو چارو وزارت تر دې مخکې ويلي وو، زيات کسان په کرمانشاه ولايت کې وژل شوي دي.

د دغه ولايت په اسلام اباد سيمه کې ۲۲، په کروند کې ۱۴، په قصرشيرين کې ۲۸، په سرپل ذهاب کې ۲۳۶، په ثلاث کې ۱۵، په جوانرود کې ۳ او کرمانشاه په مرکز کې لس تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

ځايي اوسېدونکو ويلي چې د ريښتر په مقياس ٧ اعشاريه د درې درجې زلزلې ټکانونه يې په ټوله سيمه کې له ترکيې نيولې تر کويټ پورې احساس کړي دي.

د ايران په ګاونډ عراق کې بيا چارواکي وايي، په زلزله کې لږ تر لږه ٧ کسان وژل شوي او تر ٣٢٠ زيات نور ټپيان شوي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button