امریکا: په وسلوال برید کې ۷ تنه ووژل شول

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لړم ۲۲ فرید افغاان)
راپورونه وايي چې د امریکا په ایندینا آیالت کې د ناپیژاندو وسلوالو په ډزو کې یو شمیر خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې.
دامریکا د ان بي سي تلویزیون وایي چې؛ یاده پیښه تیره ورځ په ځایي وخت ۲:۳۰ بجو رامنځته شوه.
وروستي راپورونه ښیي چې په ډزو کې د ۳ ښځو په ګډون ۷ تنه وژل شوي دي او یو تن ټپي دی.
ویل کیږي له پیښې وروسته بریدګر له سیمې پښې سپکې کړې دي .
دا برید وروسته له هغه کیږي چې څو ورځې وړاندې
د امریکا د هوايي ځواک یوه پخواني غړي د ټکساس ايالت په یوه کلیسا کې ۲۷ تنه په ډزو ووژل او ۲۵ نور یې ټپیان کړل.



