ملي شورا: په کاپیسا کې ملکي وګړي بمبار شوي، او نور ورته دا ډول بریدونه د منلو نه دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لړم ۲۲ فرید افغان)
تیره ورځ راپورونه خپاره شول چې د کاپیسا ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د امریکایانو په بمبارۍ کې ملکي وګړو ته د سر دروند زیان اوښتی دی.
د کاپیسا ولایت ځایي سرچینې تائیدوي چې هوایي بریدونو د تګاب په شګې، شلوتې او باباخېلو کليو کې شوي چې د ښځو او ماشومانو په ګډون يو شمېر ملکي کسانو ته هم پکې مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېر یې لا معلوم نه دی.
پر همدې مهال په مشرانوجرګه کې د یاد ولایت استازي بمبارۍ تائیدوي او په وینا یې چې په دې پیښه کې یو شمیر ولسي وګړي په نښه شوي دي.
د مشرانو جرګې غړي وایي، د بهرنیو ځواکنو په هوایي بریدونو کې د ملکي مرګ ژوبلې مکررې پېښې د منلو نه دي او باید ژر تر ژره دا لړۍ بنده شي.
خو د دفاع وزارت د خپل عادت ترمخه یوځل بیا ویلي چې په یاد هوایي برید کې یې ګڼو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د ملي دفاع سرپرست وزیر طارق شاه بهرامي په دې هوایي برید کې ملکي مرګ ژوبله نه ردوي، خو زیاتوي چې په اړه یې څېړنې روانې دي.
دا برید داسې مهال کیږي چې څو ورځې وړاندې د کندوز په چهاردره کې هم په یوه هوایي برید کې چې له نویو پرمختللو وسلو پکې کار اخیستل شوی و، درۍ کلي په مکمل ډول تخریب، او لسګونه ولسي وګړي پکې ووژل شول.
د ګډحکومت چارواکو، او د آیساف ځواکونو د ملکي مرګ ژوبلې خبر رد کړی و، خو یوناما بیا ویلي و چې د امریکایانوپه یاد برید کې ۱۰ تنه ملکي وګړي شهیدان او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.
روسیې ویلي چې افغان حکومت دې پر امریکایي جرایمو سترګې نه پټوي او د چهاردرې دبرید هر اړخیزه څیړنه دې وکړي



