که بريدونه وارخطايي وي، بيا خو امريکا ډېره وارخطا ده

سرليکنه

په افغانستان کې د تېرو شپاړسو کالو په دوران کې امريکايي او ناټو ځواکونو په وار وار په غيرمستقيم او مستقيم ډول خپله ماتې منلې ده. خو چې کله یې د ماتې نښانې زياتې شي، ورځ په ورځ له شرم سره د مخ کېدو له امله کله نا کله خپله ماتې پټه کړي. تېره ورځ په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي په ډېره سپين سترګۍ سره وويل: د طالبانو د بريدونو زياتېدل د هغوی د وارخطايي نښه ده.

 که د ناټو د ملکي استازي، کورنليوس زيمرمن خبره ومنو، بيا خو په افغانستان کې طالبان نه بلکې امريکا ډېره وار خطا ده، ځکه هره ورځ د خپلې وارخطايۍ له امله پر افغان بې ګناه او بې دفاع ولسي وګړو بمبار کوي.

کورنليوس زيمرمن په برکسل کې د ناټو د دفاع وزيرانو په غونډه کې ويلي چې طالبانو په افغانستان کې خپل بريدونه زيات کړي دي، دا د دوی وارخطايي ده او ناټو به له افغانستان سره خپلو مشروطو مرستو ته دوام ورکوي.

 حال دا چې تراوسه د ناټو د دفاع وزيرانو په غونډه کې له افغانستان سره مرستې مشروطې شوې نه دي او نه امريکا د مشروطو مرستو يادونه کړې ده، تل وايي: په افغانستان کې روان حالت د نړۍ لپاره خطر دى او موږ په افغانستان کې نړۍ ته پېښېدونکى خطر له منځه وړو.

کورنیلوس زیمرمن
کورنیلوس زیمرمن

د امريکا او ناټو دفاع وزيرانو تل په افغانستان کې له روان حالت څخه خپله اندېښنه ښوولې ده او د جدي تدابيرو وينا یې کړې ده. خو اوس په افغانستان کې د طالب وسله والو د بريدونو په زياتوالي افغان حکومت نورې سيمې هم له لاسه ورکوي چې د امريکا او ناټو دفاع وزيران له شرمه د افغان حکومت له لاسه د نورو سيمو وتلو مسئله تر بحث لاندې نه نيسي.

د ناټو دفاع وزيران او د افغانستان لپاره استازى یې له يوې خوا افغانستان ته د نورو پوځونو په رالېږلو ټينګار کوي او له بلې خوا بيا وايي چې د افغانستان د مسئلې د حل لپاره دې بايد د ګاونډويو هيوادونو مرسته ترلاسه شي چې د افغانستان د مسئلې حل به نه يواځې د افغانستان، بلکې د سيمې هيوادونو ته هم په ګټه تمام شي.

که د ناټو او امريکايي پوځونو زياتوالی د افغان پوځ د مسلکيتوب او قابليتونو د زياتوالي لپاره وي، بيا خو امريکا، ناټو او افغان حکومت درې واړه وار خطا دي چې په موجوده پوځونو سره د طالب وسله والو ځواب نه شي ويلاى او وخت په وخت ترې ولسوالۍ نيسي.

ناټو او امريکا افغانستان ته د نورو پوځونو په زيادښت، او افغان حکومت د څرخي پله په زندان کې د زندانيانو په ځورولو او ډول ډول عذابونو ورکولو سره غواړي خپله وارخطايي پټه کړي. د افغانستان لپاره د روڼاوي څار ادارې په خپل درې کلن راپور کې ويلي چې په زندانونو کې د زندانيانو حالت د اندېښنې وړ دی او هره ورځ زندانيانو ته بې له کوم جرم او ثبوته عذابونه ورکول کېږي. که د افغان حکومت د یارانو خبرې ته وګورو، بيا خو افغان حکومت د زندانيانو په اړه هم وار خطا دى، ځکه خو یې په زندان کې د يو شمېر زندانيانو ژوند له مرګوني ګواښ سره مخ کړی دى.

دا مهال چې د هېواد په شمال کې کوم حالت روان دی، امريکا، ناټو او افغان حکومت درې واړه یې وارخطا کړي دي. که څه هم نور دغه حالت دوام وکړي، د شمال په يو شمېر ولاياتو کې به روان حالت په هيڅ صورت سره کنټرول نه شي. د شمال په حالاتو بيا ويلاي شو چې طالبان نه، بلکې امريکا، ناټو او افغان حکومت درې واړه له روان حالته وارخطا دي چې پر افغان بې دفاع ولس یې له کندزه علاوه په نورو ولاياتو کې هم هوايي بريدونه زيات کړي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button