دماغو ته زيان رسوونکي لس خويونه

کابل ټکی کام ۰۶لېندۍ/۱۳۹۴، راټولوونکی: مسافر طالب

زمونږ په ټولنه کې ځينې داسې خويونه موجود دي چې په ترسره کولو سره یې له ناوړه عواقبو سره مخ کیږو، د دغو خويونو پېژندل اړین دي، ترڅو ځان ترې وساتل شي، او له دماغي ناروغیو سره مخ نشو، او په ناخبرۍ کې مو خپل دماغ له لاسه نه وي ورکړي.
۱ـ سبا نارۍ نه کول:
څيړنې ښيې چې کوم کسان سبا ناری نه کوي دهغوی په وينه کې دخوږو کچه راټيټيږي، چې له امله يې دماغي خليو ته کافي غذا نه رسيږي، او ددماغو دله منځه تلو سبب ګرځي.

۲ـ په خوراک کې افراط
زيات خوراک ددماغو دشريانانو دسختوالي سبب ګرځي چې له امله يې ذهني قوت ته زيان رسيږي.
۳ـ سګريټ څکول
سګريټ څښول ددماغو خليو د غونجيدلو سبب ګرځي چې کله آن د زهايمر ناروغي ترې پيښيدلی شي.
۴ـ خواږه لرونکي خوړاه
د خوږو لرونکو خوړو زيات استعمال ددماغو له لوري دپروټينونو او غذا د جذب کولو په وړاندې خنډ جوړوي، چې ددماغو دسوء تغذيې سبب ګرځي، او کله ددماغو دودې په وړاندې خنډ جوړولای شي.
۵ـ ککړه هوا
زموږ په وجود کې داکسيجن زيات استهلاک دماغ کوي، دککړې هوا تنفس دماغو ته دپوره اکسيجن درسيدو په وړاندې خنډ جوړيږي او له امله يې ددماغو په وړتيا کې کمبوت راځي.
۶ـ بې خوبي
خوب ددماغو په ارامولو کې مرسته کوي، زياته بې خوبي ددماغو دخليو دژر مړکيدو سبب ګرځي.
۷ـ دخوب پرمهال سر پټول
دخوب پرمهال سر پټ ساتل ددوهم کاربون اکسائډ دزياتيدو لامل ګرځي چې په نتيجه کې يې داکسيجن کچه کميږي او په دماغو منفي اغيز پرې باسي.
۸ـ دناروغتيا پرمهال کار جاري ساتل:
مشقت لرونکي کارونه يا دناروغی پرمهال درس لوستل ددماغو فعاليت راکموي، همدغه راز پرې منفي تاثير غورځوي.
۹ـ فکر کولو ته دماغ نه هڅول
دماغ په فکر اچول ددماغو لپاره ترټولو غوره ورزش دی، فکر کولو ته دماغ نه هڅول ددماغي خليو دتلف کيدو سبب ګرځي.
۱۰ـ له نورو سره خبرې نه کول
له نورو سره فکري بحث ددماغي فعاليت دپرمختګ سبب ګرځي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button