کابل ټکی کام ۰۶لېندۍ/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
ځايي خلک خبر را کوي چې د دغه ولایت په سنګچارک ولسوالۍ کې نن درېیمه ورځ ده چې د طالب جنګیالیو له لورې پر امنیتي ځواکونو بریدونه خورا په شدت سره روان دي.
ځايي خلک وايي چې تېره ورځ هم یو شمېر سیمې(مسجد سبز، ده مرده) د طالبانو لاسته ولوېدې، او نن یې هم ګڼې سیمې(توپخانه، ګذر، ګجوا، تبرنیز او نوري) تر خپلې ولکې لاندې راوستي دي.
د ځایي خلکو پر وینا چې طالبان د ولسوالۍ د مرکز په لور په ډېره تېزۍ سره په پرمختګ کې دي.
دوی وایي چې اوسمهال د تاغای خواجه نومې سیمه کې چې د ولسوالۍ په ۷کیلو مترۍ کې موقعیت لري، د طالب جنګیالیو له لوري پرې تندریز بریدونه روان دي.
ځايي خلک وايي چې د جګړې په ډګر کې یې د افغان ځواکونو مړي، او ځیني نور یې د تلفاتو په لیدلو سره په تېښته لیدلي دي.
د دوی له قوله چې په دغه جګړه کی یو تن طالب جنګیالۍ هم وژل شوی او بل یو یې ټپي دی.
د جګړې د نورو جزئیاتو لپاره له مونږ سره اوسئ.


















