د ډله ييزو وژنو په بدل کې ډله ييز بريدونه

تبصره
تېره اونۍ په کندز کې د ناټو یا امريکايي الوتکو لخوا پر ولسي وګړو بمباري وشوه چې په ډله ييزه توګه یې ولسي وګړي په ډېره بې رحمانه توګه ووژل. په تېرو شپاړسو کالو کې ناټو او امريکايي پوځونو د ولسي وګړو په وژنه کې له هر ډول وحشته کار اخیستی، خو د کندز په بمبارۍ پسې هم په نورو ولاياتو کې د ماشومانو وژل هغه څه دي چې هيڅ وخت به د چا له ياده ونه وځي. د کندز په چاردره کې د ناټو لخوا په بمباريو کې د ولسي وګړو ډله ييزې وژنې د هر افغان زړه دردولی دی او د حکومت پر خلاف کرکه او نفرت زيات شوی دی.
په برکسل غونډه کې د ناټو عمومي منشي، ينس ستولټنبرګ، په افغانستان کې د ناټو مېشتو پوځونو قوماندانانو ته د پوځونو د زيادښت تر څنګ ويلي چې د ټرمپ په نوې ستراتيژي کې د هوايي بمباريو اختیار هوايي ځواک ته ورکړل شوی او تاسې کولاى شي په افغانستان کې د جګړې پر مهال په خپل اختيار هر ځاي بمبارکړئ. ځکه خو په کندز کې پر ولسي وګړو د بمبارۍ پر مهال ماشومان هم شهيدان شول.
څومره چې امريکايي او ناټو پوځونو په افغانستان کې پر ولسي وګړو بمباري زياته کړه، په مقابل کې یې طالب وسله والو بريدونه زيات کړل. دمخه به طالبانو پر پوستو او امنيتي مرکزونو بريدونه کول، خو ډله ييز شکل یې نه و اختيار کړى. اوس دا دی په کندهار او هلمند ولايتو کې پر پوستو ډله ييز بريدونه پيل شول. دې ډله ییزو بریدونو له افغان، ناټو او امريکايي پوځونو لوری ورک کړ – که تر دې وروسته د ناټو او امريکايي هوايي پوځونو ډله ييزه بمباري زياته شي، امکان لري د طالب وسله والو لخوا په ډله ييزو بريدونو کې نور زياتوالی هم راشي.
ناټو افغان دفاع وزارت ته ډاډ ورکړى چې هر ډول مرسته ورسره کولاى شي، خو په کندهار او هلمند کې پر پوستو د طالب وسله والو بريدونو وښوده چې امنيتي ځواکونه د مقابلې پر ځای له پوستو د تيښتې لار نيسي.
يواځې د کندهار او هلمند ولايت نه دى چې حکومت یې په سيمه کې کنټرول له لاسه ورکړی دی، د نوي ترلاسه شوي راپور له مخې، په ننګرهار کې د کانال باغونه د طالب وسله والو لخوا ملکي وګړو ته په اجاره ورکول کېږي، چې حکومت د جلال آباد ښار پنځه کيلومتري کې کنټرول نه لري.
که د ناټو، امريکا او افغان هوايي پوځونو لخوا په ډله ييزه توګه د ولسي وګړو وژنه روانه وي، شايد د پوليسو پر پوستو او مرکزونو نو ډله ييز بريدونه هم زیات شي چې په پوستو کې به د ځايي پوليسو په مرګ ژوبله کې له زياتوالي پرته نور څه ونلري.



