کنړ: د پاکستان بريدونو سلګونه کورنۍ کډه کولو ته اړ کړي دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶لړم ۲۵): د کنړ چارواکي وايي، د تېرو ۲۴ ساعتونو په موده کې له پاکستانۍ غاړې يوځل بيا د توپونو ۴۵۰ بريدونه شوي چې له کبله يې سلګونه کورنۍ کډې کولو ته اړ شوي دي.

د کنړ امنيه قوماندان پاسوال جمعه ګل همت رسنيو ته ويلي، چې دغه بريدونه د کنړ پر پنځو ولسواليو دانګام، مرورې، سرکاڼو، شلطن او خاص کونړ ولسوالیو شوي دي.

حکومتي چارواکي وايي، دغو بریدونو په سرحدي سيمو کې تر دوه سوو زياتې کورنۍ کډه کولو ته اړ کړي، یو کس يې ټپي کړی، خو په وينا يې مالي نقصانات یې ډېر اړولي دي.

په سيمه کې کډوال شوي خلک وايي، چې له وړمې شپې ماذيګر راهيسې د پاکستاني پوځيانو بريدونه زيات شوي، چې د باران او بريدونو له امله سلګونه کورنۍ لا هم په سمڅو او کورونو کې بندې پاتې دي.

اوس مهال دغه بريدونه درېدلي، خو ځايي خلک وايي که باران ودرېږي نو بیا ځل یې د پیل کېدو وېره شته او پر افغان حکومت يې غږ کړی چې پر ولسي خلکو د بریدونو د مخنیوي لپاره هڅې وکړي.

دغو کورنيو له حکومت غوښتنه وکړه، چې د سرپنا لپاره ورته اسانتياوې برابرې کړي او نورې عاجلې مرستې ورسره وشي.

پاکستان له تېرې ډېرې مودې راهيسې د افغانستان په ځينو سرحدي سيمو د توپونو بريدونه کوي، خو دغو بريدونو وروسته له هغې يوځل بيا زور واخيست چې پاکستاني چارواکو د باجوړايجنسۍ ګبري سيمه کې د دوو پوځيانو وژل کېدل او څلورو نورو ټپي کېدل ومنل او ادعا يې وکړه چې دغه وسله وال له افغان غاړې ور اوښتي او پر پاکستاني ځواکونو يې بريدونه وکړل.

په همدې اړه تېره ورځ په اسلام اباد کې د افغان سفارت شارژدافير د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ورغوښتی و او د احتجاج په توګه يې ورته ويلي، چې خپل لوري ته د وسله والو پرضد اقدامات وکړي او پرېنږدي چې پاکستان لوري ته واوړي او د دغه هېواد پر ځواکونو بريدونه وکړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button