د ټاکنود خپلواک کمیسیون مشر د اشرف غني په حکم له دندې ګوښه شو،خو نوموړی یې ردوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لړم ۲۵ فرید افغان)
وروسته له هغه، چې یو شمیر رسنیو راپورونه خپاره کړل چې په کابل کې د یو شمېر هېوادونو سفارتونه غواړي چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون لپاره عبدالله احمدزی د نوي رئیس او شاه سلطان عاکفي د دې کمېسیون د دارالانشاء د رئیس په توګه وګومارل شي؛ تیره ورځ افغان ولسمشر د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر نجیب الله احمدزی له دندې ګوښه کړ او اړوندو ادارو ته یې ویلي چې د دې پوست لپاره د نویو کاندیدانو نوملړ وروسپاري.
پر نوموړي دځینو سفارتونو او د اجرایه او افغان ولسمشر ته د نږدې کسانو له خوا فشارونه و تر څو خپله دنده پریږدي او پرځای یې نوی شخص وګمارل شي.
دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ د ټیفا یا د ټاکنو د څار بنسټ ویلي و چې ګډ حکومت د راتلونکو ټاکنو د ترسره کېدو اراده نه لري او د دې ملي پروسې په وړاندې د موانعو په رامنځته کولو سره بې باوري رامنځته کوي.
د دارالانشارئیس امام محمد وریماچ ویلي و؛ چې له حکومت سره د همغږۍ په ناستو کې ډېر ځله د ټاكنو خپلواك كمېسيون وړاندیزونو ته پام نه کېږي .
د ټاکنو د خپلواک کمیسون رئیس وروسته ترهغه له دندې وشړل شو چې تیره ورځ ځینو رسنیو د خپلو سرچینو په حواله خبر ورکړی و چې حکومت هڅه کوي د یوې مصوبې له مخې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د رئيس د ګوښه کولو لپاره لاره پرانیزي، د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون رئیس ته هم د لرې کولو ګواښ شوی دی.
یوې حکومتي سرچینې کابل نیوز ته له نوم ښودنې پرته ويلي، عبدالله احمدزي د یاد پوسټ لپاره د ۱۸۰ زره ډالره کلني معاش غوښتنه کړې ده.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون ریاست ته د عبدالله احمدزي د راوستلو هڅې داسې مهال دي چې نوموړی او د ټاکنو خپلواک کمېسیون پخوانی رئیس فضل احمد معنوي په ۱۳۹۰ کال کې د ناکامو او جنجالي پارلماني ټاكنو له امله د ګڼو کسانو تر نیوکو لاندې وو.
د کاندیدانو د غواروي کمیټه؛ د سترې محکمې،د بشر حقوقو کمیسیون، د اساسي قانون پلي کېدو څار کمېسیون، د مدني ټولنې استازي او د ښځو حقونو فعالانو د استازي په ګډون جوړه شوې ده.
دا کمېټه دنده لري ترڅو د دې کمیسیون د ۷ غړیو د معرفي لپاره د کاندیدانو اسناد و ارزوي همدارارز دنده لري ترڅود ټاکنیزو شکایتونو ارزونې کمېسیون لپاره د ۱۵ کاندیدانو نوملړ ولسمشرۍ مقام ته و لېږي.



