زابل: عدليې رياست کې يوه پوليس دوه حقوقي دعوه کوونکي وژلي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶، لړم ۲۷): د زابل ولايت په مرکز کلات کې د عدليې رياست په انګړ کې دوه تنه حقوقي دعوه کوونکي په ډزو سره وژل شوي دي.

ويل کېږي، د حقوقي دعوې د څېړلو پر مهال يو لوري پر خپل جانب مقابل د تفانجې ډزې کړي، دوه تنه يې وژلي او يو بل يې ټپي کړی دی.

پېښه نن غرمه مهال رامنځته شوې او ځايي پوليس وايي، چې بريد کوونکی تښتېدلی دی.

د زابل د امنيت امر سمونوال غلام جيلاني فراهي پېښه تاييدوي او وايي، چې دا دوه تنه د هغه صاحب منصب پوليس له لوري ويشتل شوي چې دوی پرې دعوه لرله.

نوموړی وايي: “دوی د میزانې په ولسوالۍ کې د مځکې د مالکیت پر سر دوعوه لرله. یو طرف یې صاحب منصب دی او بل طرف ملکي خلک دي. دوی په عدليې ریاست کې په خپل منځ کې یو څه شخړه کړې او بیا مقابل لوري پرې ډزې کړي، دواړه ملکیان یې وژلي، یو تن یې ټپي کړی او صاحب منصب چې کریم نومېږي، تښتېدلی دی.”

نوموړی وايي، چې دغه کسان د عدليې رياست ته د خپلې دعوې د حل په موخه تللي وه، چې دغه پېښه رامنځته شوه.

د زابل د والي وياند ګل اسلام سیال وايي، چې بريد کوونکی په کابل کې د زابل د پولیسو استازی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button