حريري فرانسې ته ولاړ- سعودي کې يې د نيول کېدو اوازې رد کړې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، لړم ۲۷): د لبنان لومړي وزير سعدالحريري چې څو ورځې مخکې استعفا ورکړه، په سعودي کې د ده د نيول کېدو اوازې رد کړې او نوموړی فرانسې ته ولاړ.

د نوموړي په اړه د ”المستقبل” تلوېزيون ويلي، چې هغه په يوه الوتکه کې له خپلې کورنۍ سره فرانسې ته رسېدلی دی.

الحريري پر خپله رسمي ټويټرپاڼه، په سعودي کې د هغه د نيول کېدو اوازې دروغ ګڼلي او ويلي يې دي چې (زه هوايي ډګر ته پر لاره یم).

د فرانسې ولسمشر د چارشنبې په ورځ له الحریري او د هغه له کورنۍ نه پاریس ته د ورتګ غوښتنه کړې وه.

ماکرون ويلي، چې حريري به پاریس کې پناه غوښتونکی نه وي، بلکې په څو ورځو يا اونيو کې به بېرته خپل هېواد ته ستون شي.

د لبنان لومړي وزير د روانې مياشتې پر څلورمه نېټه سعودي ته د سفر کولو پر مهال خپله استعفا اعلان کړه، خو ويل کېږي چې تر دې دمه يې استعفا نه ده منل شوې.

له تېرو څو ورځو راهيسې نوموړي په وار وار د هغه  د استعفا په اړه د سعودي عربستان د رول په اړه خبرې رد کړې وې، خو ايران ويلي و چې نوموړي په سعودي کې بندي دی.

ټاکل شوې ده، چې ښاغلی حريري به د فرانسې ولسمشر امانويل ماکرون سره هم ليدنه وکړي.

د سعد الحريري پلار، د لبنان پخوانی لومړی وزير رفيق الحريري او ۲۱ کسان نور په ۲۰۰۵م کال کې په بيروت کې په يوه لويه موټربم چاودنه کې ووژل شول.

د دغو کسانو د وژلو په تور په لاهای کې د ملګرو ملتونو په ملاتړ محکمه کې د لبنان حزب الله ډلې، چې د ایران ملاتړ ورسره دی، ځینې غړي محاکمه کېږي، خو حزب الله وايي د رفیق الحریري په وژنه کې یې لاس نه درلود.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button