دکورنيو چارو وزارت: حکومت کې ځينې کسان مخالفينو ته اسانتياوې برابروي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، لړم ۲۷): د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي، وسله وال په حکومت کې د ننه د ځينو نيمګړتياوو په استفادې خپل پلانونه عملي کوي او د حکومت په داخل کې ځينې کسان دي، چې مخالفينو ته اسانتياوې برابروي.

د کورنيو چارو وزارت د وياند د دفتر سرپرست نجيب دانش رسنيو ته ويلي، د ګډ حکومت په داخل کې داسې کسان شتون لري، چې مخالفينو ته اسانتياوې برابروي او هغوی سره په بريدونو کې مرسته کوي.

نوموړي، د کومې ځانګړې ډلې نوم نه دی روښانه کړی خو زياتوي چې دغه چاره د دې لامل شوی چې د ډیری بريدونو مخه نه نيول کېږي.

نجيب دانش په داسې حال کې دغه څرګندونې کړي، چې تېره ورځ د ملي دفاع وزارت وياند دولت وزيري وويل، چې د مخالفينو په تحرکاتو کې ۱۳ سلنه زياتوالی راغلی دی.

د کابل په لب جر سيمه کې له وروستۍ چاودنې وروسته د بلخ والي او د جمعيت اسلامي اجرايوي رييس عطامحمد نور وويل، چې په دغه ډول چاودنو کې په نظام کې د ننه د پنځم ستون خلک لاس لري.

نور د کومې معلومې ډلې نوم ياد نه کړ خو په وينا يې چې د دغه ډول بريدونو ريښې په کابل کې له ځينو کړيو سره تړاو لري.

که څه هم د دغه بريد پړه داعش وسله والې ډلې په غاړه واخيسته، خو په کابل کې ځينې بريدونه شوي چې هيڅ کومې وسله والې ډلې يې مسئوليت نه دی منلی.

ځينو امنيتي سرچينو ويلي، چې په کابل کې دغه ډول بريدونه د ګوندونو او سياسيونو د خپلمنځي اختلافاتو زېږنده دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button