د کورنیوچارو وزارت د سرتیرو په استخدام کې توکم پالنه کوي

د کورنیوچارو وزارت د سرتیرو په استخدام کې توکم پالنه کوي
(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لړم ۲۹ فرید افغان)
وروسته تر هغه چې دکورنیو چارو وزارت د یوه داسې مکتوب احکام په شفاهي ډول صادر کړل چې په ډاګیزه توګه د توکم پالنې یا هم قومی، او ژبني تعصب ته په کې لمن وهل شوې وه د ځینو سیاستوالو غصه راپارولې ده.
د کورنیو چارو وزارت د کابل لومړۍ نمبر قوا قومنداني ته په یوه استولي مکتوب کې لیکلي و، چې د نورو په استثنا د تاجک قوم اړوند د عسکرو یو نوملړ ورواستوي تر څو یې په یوه قطعه کې استخدام کړي.
‹‹ د جمهوري ریاست د مقام د حکم په اساس د کابل د ۱۰۱ زون په قوماندانۍ کې د تاوتریخوالي ضد یوه ۵۰۰ نفري قطعه جوړه شوې ده. هدایت ورکول کیږي چې په ۲۴ ساعتونو کې د هزاره، ازبک، پښتون او نورو ملیتونو د افسرانو او ساتنمنانو نوملړ، په استثنا د تاجیکو، جوړ او راولیږلئ››
د کورنیو چارو وزارت دې مکتوب یو لړ مخالفتونه راپارولي د ملي امنیت پخوانی رئیس او د زرغون ګوند مشر امرالله صالح په خپله فسبوک پاڼه لیکلي چې دګډحکومت دا کړنه د شرم وړ ده او په وینا یې چې داسې اقدام ورته بربنډ خیانت ښکاري.
بلخوا د کورنیو چارو وزارت بیا د یاد مکتوب خپریدل مني خو په وینا یې چې په متن کې غلطي شوې .
د کورنیو چارو وزارت وایي چې په یاده قطعه کې په کافي اندازه تاجکان شته او دوی د نورو توکمونو عسکر وربللي و.
که څه هم د اساسي قانون ترمخه د هیواد ټول قومونه مساوي حقوق لري خو په زیاتره دولتي اداراتو کې د سمت او ژبې پر اساس ګمارنې ترسره کیږي.
دا لمړی ځل نه دی چې یوه حکومتي اداره په رسمي توګه توکمیز چلند کوي تر دې وړاندې د ګډحکومت په دواړو مشرانو تور و چې دولتي پوستونو ته انتسابي غړي د قوم او سمت په اساس ټاکي.



