پټریوس: په افغانستان کې د ناټو ماموریت بې ګټې وه

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لړم ۲۹ فرید افغان)
د نورو امریکایي پوځي او سیاسي څیرو وروسته په افغانستان کې د بهرنیوځواکونو پخواني قوماندان ډیویډ پیټرایس هم اعتراف وکړ چې په افغانستان کې یې ۱۷ کلنې جګړې کومه ګټه نه درلوده او په وینا یې چې امریکايي او ناټو ځواکونه په دې بریالي نه شول چې له اوږدې جګړې سره سره په دغه هېواد کې خپلو موخو ته ورسېږي.
د نوموړي په آند؛ د ناټو د اهدافو خلاف په افغانستان کې جګړې پراخې شوې، نا امني ډېره شوې او وسلوالې ډلې تر پخوا څو چنده ځواکمنې شوې دي.
نوموړي چې په افغانستان کې محلي پولیس ‹‹اربکیان›› هم د دې په خاطر وپنځول چې دوی د طالبانو له بریدونو خوندي اوسي او جګړه له خپلو خوندي مراکزو څخه د افغانانو کلیو، ولسونو ته نقل کړي، اوس پر دې باور دی چې امریکا او نړیواله متحده ټولنه یې په خپلو ټولو ستراتیژیو کې ناکام شوي او هره پالیسي یې بې ګټې ثابته شوې ده.
باید وویل شي چې تر جنرال پټریوس مخکې هم ګڼو امریکايي جنرالانو او نړیوالو سیاسي او نظامي څېرو په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو ماموریت ناکام او بې ګټې بللی دی.
پر همدې مهال نیویارک ټایمز امریکایي ورځپاڼې خبر ورکړی چې د وسله والو طالبانو د ګواښ له امله د افغان ملي اردو لیکو ته د جلب او جذب کچه ډیره ټیټه شوې ده .
د ورځ پاڼې په خبره؛ تېر کال ۳۷ زره کسان د ملي پوځ لیکو ته جذب شوي وو او په ۲۰۱۵ کال کې دغه شمیره ۴۲۰۰۰ وه.
او زیاتوي چې د روان کال په لومړۍ نیمايي کې ایله ۱۳۰۰۰ کسان جذب شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې امریکا او ورسره نړیوالې ټولنه په افغانستان کې اوږدمهالې جګړې ته تابیا نیسي ترڅو دلته خپل دائمي شتون ته لاره هواره کړي.



