پاکستان: سند آیالت کې ترافیکې پیښې درنه مرګ ژوبله اړولې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لړم ۲۹ فرید افغان)

د راپورونو تر مخه، د پاکستان په سند آیالت کې د ترافیکې پیښې له امله لسګونه کسان وژل شوي دي.
د چارواکو په وینا پیښه د خیرپور په سیمه کې د یوه بس او د ډبرو له سکرو د ډکې یوې لارۍ تر منځ د مخامخ ټکر له امله رامنځته شوه.
پولیسو رسنیو ته ویلي په پیښه کې تر اوسه ۲۰ تنه وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.
پولیسو ویلي چې، ښایي د مړو شمیره تردې هم لوړه شي.
د شمیرو ترمخه په پاکستان کې هرکال تر ۵۰۰۰ ډیر کسان په ترافیکي پیښو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.
په دې هیواد کې د ترافیکي پیښو لوی علت د لارو خرابوالی او د موټروانانو بې احتیاطي او د ترافیکي نورمونو نه مراعاتول بلل کیږي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button