حسین خیل: ګډحکومت د پاکستان پرضد دځوابي عمل اجازه نه ده ورکړې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لړم ۲۹)

په ختیځو ولایاتو کې د سرحدي ځواکونو قوماندان وایي چې د ګډحکومت مشرانو ورته د پاکستاني ځواکونو د توغندویزو بریدونو په مقابل کې د هیڅ راز تیارسۍ امر نه دی کړی.
څو ورځې وړاندې د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري رسنیو ته ویلي و چې په کونړ او ننګرهار کې یې د پاکستاني پوځیانو د توغندیزو بریدونو په ځواب کې خپلو ځواکونو ته د متقابل غبرګون امر کړی دی، چې وروسته بیا جوته شوه چې دا ځوابي برید به هغه مهال تر سره کیږي چې که باکستاني ځواکونو دولتي سیمې په نښه کړې او ولسي سبمې له دې فرمان څخه مستثنا دي.
د کونړ د امنیې قوماندان وایي چې نن هم د دې ولایت پر سرکاڼو ولسوالۍ ۱۴ توغندي لګیدلي چې د اوښتو تلفاتو دقیق معلومات یې نشته.
د سرحدي پولیسو قوماندان مل پاسوال محمد ايوب حسين خېل وایي؛ دوی د متقابل ځواب ورکولو ته بشپړ چمتووالی لري، خو تر اوسه ورته له مرکزه د بالمثل ځواب امر نه دی شوی.
قوماندان د اڅرګندونې داسې مهال کړې چې نن هم په کابل کې د پاکستان د راکېټي بریدونو په غبرګون کې لاریون ترسره شو.
لاریونوالو حکومت په بې ننګۍ تورنوو.
بر همدې مهال د کونړ قومي مشرانو نن په یوه غونډه کې حکومت په بې ننګي تورن کړ او دا چې ګواکې خپل ځواکونو ته یې یواځې د دولتي سیمو څخه د دفاع امر کړی دی، د شرم وړ پریکړه بللې ده.
مسیر ورځپاڼې په خپله ننۍ ګڼه کې د خپلو سرچینو په حواله لیکلي چې « پاکستان دا بریدونه د دې لپاره کوي چې ځیني سیمې خالي شي، څو هلته داعش او نورې وسله والې ډلې ځای پر ځای شي.»
د ورځپاڼې په باور دواړه لوري هڅه کوي داعش ډلې ته د پښې اېښودو ځای پیدا کړي.
په کونړ او ننګرهار د توغندویزو بریدونو شمیر تر ۱۵ سوو اوړي خو نه افغان حکومت او نه هم شوي امنیتي تړون ته ژمن امریکایانو پر دې مسئله کوم غبرګون ښودلی دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button