
او دخلافت صدر اعظم هم شهید شو
ترجمه : عبد الله صدیقی
د بغداد د بیا نیولو جنګ د عثماني خلافت لپاره تر ټولو سخت جنګ و. کوم وخت چې په ترکیه او نوره اسلامي نړۍ کې دعثماني خلافت بیرغ رپيده، په ایران او شاو خوا علاقو کې د شیعهګانو یا صفویانو حکومت و، بغداد او د عراق زیاتې سیمې هم د صفویانو تر ادارې لاندې وې، عثمانیان چې سني مسلمانان وو او دخلاف راشده، اموي او عباسي خلافت ځای ناستي وو، په ډېر جدي توګه یې کوشش کاوه چې ټول اسلامي قلمرو تر یوه بیرغ لاندې متحد کړي؛ خو صفویانو ته دا خبره د منلو نه وه او نه یې غوښتل چې د عثماني خلافت تر بیرغ لاندې اووسېږی.
دعثماني خلافت سلطان ښه پوهېده چې بغداد د ټول عراق او جنوبي سیمو لپاره کلیدي حیثیت لري نو په کال۱۶۳۹میلادي کې د بغداد د نیولو جنګ شروع کړ. د جنګ د اهمیت په خاطر سلطان ( مراد څلورم ) خپله شخصا او د هغه وخت صدر اعظم او د خلافت ټول وزیران د جنګ د رهبرۍ لپاره د عثماني لښکر ملگري شول.
دعثماني خلافت د لښکرو تعداد تر (۱۷۰۰۰۰) و او دصفویانو لښکر چې دایران او صفویانو مشران او مهم قومندانان پکې و (۱۱۰۰۰۰) تنو ته رسېده . دواړه خواوې د یوه بل پر ضد سخت جنګ شروع کړ او ۴۰ ورځې او شپې بغیر د توقف نه روان و او د یوه ساعت لپاره هم په جنګ کې توقف رانغی.
صفویانو دفاعي جنګ کاوه او دبغداد په کلاگانو کې یې ځانونه خوندي کړي وو، خو بیا هم د خلافت لښکرو په ۴۰ ورځو جنګ کې وتوانېده چې دصفویانو ۸۷ زه عسکر ووژني او پس د ۴۰ ورځو نه صفویان تسلیمۍ ته اړکړي .
عثماني خوا هم ډېر تلفات ورکړل او ډېر زیات پکې شهیدان شول چې دشهیدانو په جمله کې د خلافت صدر اعظم ( طیار محمد باشا ) هم و ( الله دې شهادت قبول کړي )
عثمانی خلیفه سلطان مراد څلورم فاتحانه بغداد ته ننوت او بغداد یې د شیعه ګانو نه تصفیه کړ او د بغداد د بیا آبادۍ امر یی ورکړ. همدا راز هدایت یې وکړ چې د امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله مرقد مبارک دوباره ترمیم او جوړ شي کوم چې دشیعه ګانو (صفویانو) لخوا خراب او بې عزت شوی و.
دعثماني خلافت په تاریخ کې دا تر ټولو سخت او غټ جنګ و او ددې جنګ قهرمان سلطان مراد څلورم و، دا هغه بادشاه و چې د جهاد سره یې د زیاتې مینې له کبله په دې مشهور و چې دی د خپل اس پر شا ویده کېږي



